صدر مملكت آصف علي زرداري سره د لبنان داخله وزير احمد الحجار  وليدل٬ امنيت او قانون نافذ كونكو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په لا قوي كولو زور

  اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او لبنان ترمينځه اړيكې په خاص توګه داخلي سلامتيا٬ قانون نافذ كونكو او د نشه اي توكو مخ نيوي په څانګو كښې مرستې په لا قوي كولو زور راوړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت د لبنان داخله وزير احمد الحجار سره خبرو كښې …

 

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او لبنان ترمينځه اړيكې په خاص توګه داخلي سلامتيا٬ قانون نافذ كونكو او د نشه اي توكو مخ نيوي په څانګو كښې مرستې په لا قوي كولو زور راوړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت د لبنان داخله وزير احمد الحجار سره خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كړې۔ ده د لبنان خپلواكۍ٬ آزادۍ٬ اتحاد او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د اصولي ملاتړ پخلې كولو سره ووئېل چې پاكستان تاؤ تريخوالي كښې كمې٬ پائيدار امن او د شخړو حل لپاره سفارتي هلې ځلې٬ مذاكرات او نړيوال قانون له مخې د اقداماتو ملاتړ كوي۔ لبنان داخله وزير احمد الحجار لبنان لپاره د پاكستان ملاتړ او په منطقه كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په خاص توګه امنيتي او قانون نافذ كونكو څانګو كښې مرستې د لا قوي كولو په اهميت زور راوړو۔ د لبنان وزير سره په پاكستان كښې د لبنان سفير عبدالعزيز عيسٰی٬ میجر جنرل رائد عبداللہ، ډائریکټر جنرل، داخلی سکیورټی فورسز او بریګیډیئر جنرل سامی ناصف، بریګیډیئر جنرل محمود کبروسلی هم و۔په دې موقع داخله وزير محسن رضا نقوي٬د نشه اي توكو مخ نيوي وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود و۔(

مزید خبریں