وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د لبنان داخله او د بلدياتو وزير احمد الحجار وليدل

  اسلام آباد 14ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د لبنان داخله او د بلديات وزير احمد الحجار د ګل په ورځ ليدلي۔ وزيراعظم د لبنان داخله وزير هركلے كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬داخله وزير سيد محسن رضا نقوي٬د هاؤسنګ …

 

اسلام آباد 14ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د لبنان داخله او د بلديات وزير احمد الحجار د ګل په ورځ ليدلي۔ وزيراعظم د لبنان داخله وزير هركلے كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬داخله وزير سيد محسن رضا نقوي٬د هاؤسنګ وزير رياض حسين پيرزاده او داخله وزير مملكت طلال چوهدري هم په دې موقع موجود و۔وزيراعظم د لبنان داخله وزير هركلے كولو سره دواړو هېوادونو ترمينځه اوږدې مودې ورورولۍ د اړيكو په اهميت زور راوړې۔ ده د لبنان مشرتابه لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه هم وكړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او لبنان دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې جاج واخستې شو۔ د دواړو اړخونو د كورنيو چارو او امنيتي څانګو په زياته شوې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې په قيمتي بشري ځانونو او املاك په زيان د يو والي او افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس خوا د لبنان قيادت او اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونې پخلې وكړو۔ د لبنان داخله وزير د وزيراعظم لخوا په تود هركلي كولو مننه وكړه او د پاكستان سره دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو د لبنان عزم پخلې كړو۔ د دې نه علاوه وزيراعظم د پاكستان او لبنان ترمينځه سزا شوي كسانو منتقلۍ په اړه په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو۔ په دې مفاهمتي يادښت د پاكستان او لبنان اړوند داخله وزيرانو لاس ليك وكړو۔ د دې مفاهمتي يادښت له مخې سزا شوې وګړو ته خپل پاتې سزا خپل هېواد كښې بشپړو لو لپاره قانوني طريقه كار وركړے شوے دے۔

مزید خبریں