اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) دسېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان د پوليس د پخواني آئي جي ٬ پخواني داخله سېكتر او د ملګرو ملتونو د ناركوټكس كنټرول بورډ پخواني غړي ارواښاد دل جان خان مروت په رسم قل او قرآنۍ خوانۍ كښې ګډون وكړو۔ ده د ارواښاد قومي او اولسي خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دل جان خان مروت په بېلو مهمو عهدو خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو …
د سینیټ ډپټي چیئرمین د پخواني آئی جي پوليس ارواښاد دل جان خان مروت قرآن خوانۍ كښې ګډون وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) دسېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان د پوليس د پخواني آئي جي ٬ پخواني داخله سېكتر او د ملګرو ملتونو د ناركوټكس كنټرول بورډ پخواني غړي ارواښاد دل جان خان مروت په رسم قل او قرآنۍ خوانۍ كښې ګډون وكړو۔ ده د ارواښاد قومي او اولسي خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دل جان خان مروت په بېلو مهمو عهدو خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د هېواد او قام خذمت وكړو كوم به چې ټول عمري قدر او احترام سره ياد ساتلې شي۔ سېدال خان دعا وكړه چې پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ په رسم قل كښې صوبائي وزير اکبر جان خان مروت، د قومي اسمبلۍ غړې فرح ناز اکبر، ډاكټر اصغر دل جان خان مروت، ډاکټر اسد دل جان خان مروت او نورو كسانو هم ګډون وكړو










