د وزیراعظم ځانګړی ریلیف سکیم حقیقي مستحقو کسانو ته د سمدستي مرستې رسولو یو اغېزمن نظام دې، په دې سکیم کښې غټ ګاډي شامل نه دي، موټرسایکل، رکشې، چنګچۍ او تر 800 سي سي پورې ګاډي به ترې ګټه پورته کړي: عطاﺀ تارړ

  اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د وزیراعظم ځانګړی ریلیف سکیم حقیقي مستحقو کسانو ته د سمدستي مرستې رسولو یو اغېزمن نظام دې، په دې سکیم کښې غټ ګاډي شامل نه دي، موټرسائیکل، رکشې، چنګچۍ او تر 800 سي سي پورې ګاډي به ترې ګټه پورته کړي٬ سكيم لپاره په اولني ځل سپېځلې ډيجيټل نظام معارفي كړې شوې دې،د رجسټرېشن او …

 

اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د وزیراعظم ځانګړی ریلیف سکیم حقیقي مستحقو کسانو ته د سمدستي مرستې رسولو یو اغېزمن نظام دې، په دې سکیم کښې غټ ګاډي شامل نه دي، موټرسائیکل، رکشې، چنګچۍ او تر 800 سي سي پورې ګاډي به ترې ګټه پورته کړي٬ سكيم لپاره په اولني ځل سپېځلې ډيجيټل نظام معارفي كړې شوې دې،د رجسټرېشن او فيول ترلاسه كولو عمل به د اېس اېم اېس د لارې كيږي۔ د ګل په ورځ دلته وفاقي وزيرې شزه خواجه فاطمه او علي پروېز ملك سره د وزيراعظم فيول ريليف سكيم حوالې سره خبري كنفرنس كښې خپلو خبرو كښې ووئيل د وزیراعظم د خصوصی ریلیف سکیم بنیادی مقصد د تېل بيعو كښې زياتوالي د لاسه زيات ځپليو وګړو ته فوري ريليف وركول دي۔ ده ووئيل په دې سکیم کښې غټ ګاډي شامل نه دي، موټرسائیکل، رکشې، چنګچۍ او تر 800 سي سي پورې ګاډي به ترې ګټه پورته کړي۔ وفاقي وزير د سكيم تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل رجسټرېشن لپاره په موبائل فون REG  ليكلو څخه وروستو شناختی کارډ نمبر، د ګاډي رجسټرېشن نمبر، د اړوندې صوبې كوډ او د ګاډي د رجسټرېشن تاريخ درج كولو سره به په 9771 نمبر اېس اېم اېس لېږل وي۔ رجسټرېشن څخه وروستو پټرول ترلاسه كولو له به TOK ليكل او په 9771  لېږل وي دغسې چې د فيول د اجازې پیغام موصول شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم په هدايت د څلورو واړو صوبو ، آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان چیف سېكرټريز د سكيم په سټیئرنګ كمېټۍ كښې شامل كړې شوي دي۔ وزیراعظم نائب وزیراعظم ته صوبو سره د مشاورت ذمه واري سپارلې ده۔ عطاء تارړ ووئيل د وزيراعظم په هدايت د كفايت شعارۍ اقدامات جاري دي٬ ماركيټونه او هوټلونه په ټاكلي وخت بندلولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د اېف بي آر اصلاحات نړيوال بنك او د آئي اېم اېف اېم ډي ستائلي دي او د پاكستان سفارتي هڅې هم په نړيواله كچه ستائلې شي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د وزيراعظم او فيلډ مارشل احترام كيږي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي د حكومت  12 نيم كاله شوي دي بياهم كوم انقلابي اقدام ليدلې نه شي كوم چې د رول ماډل په توګه وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل په پنجاب كښې دانش سكولونه او د پي كے اېل آئي په څير منصوبې روانې كړې شوې۔ ده ووئيل پي ټي آئي اول بزدار مسلط كړو٬ بيا محمود خان او اوس سهېل خان آفريدې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزیراعظم له بجټ څخه وړاندې وعده كړې وه تنخواہ دار طبقې ته به زيات ريليف وركولې شي۔ ده ووئيل په كم تنخواه اخستونكو ملازمينو د ټېكس شرح يو فيصد څخه هم كمه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د جنګي صورتحال له امله د جهازونو نقل وحركت ځپل كېدو سره آر اېل اېن جی سپلائي هم اغېزمنه شوه چې ورسره د لوډشېډنګ ستونزه رامخې ته شوه۔ د وزيراعظم په هدايت د لوډ شېډنګ دورانيه زياتو نه زياته تر دوه ساعتونو محدود كړې شوه

مزید خبریں