د فتنه‌الهند (بي‌اېل‌اے) او د هغې د ترهګرې پراکسي (بي ‌وائي ‌سي) د پټو اړیکو او همکارۍ شواهد یو ځل بیا په ډاګه شول

  اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د فتنه‌الهند (بي‌اېل‌اے) او د هغې د ترهګرې پراکسي (بي ‌وائي ‌سي) د پټو اړیکو او همکارۍ شواهد یو ځل بیا په ډاګه شوي۔ د فتنه الهند او ترهګرې پراکسي بلوچ يووالي کميټۍ (بي وائي سي) غړي اېم الياس په اعترافي بيان كښې زيات انكشافات شوي دي۔ اېم الياس خپل اعترافي  بيان كښې وئيلي دي چې د فتنه الهند بي اېل اے …

 

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د فتنه‌الهند (بي‌اېل‌اے) او د هغې د ترهګرې پراکسي (بي ‌وائي ‌سي) د پټو اړیکو او همکارۍ شواهد یو ځل بیا په ډاګه شوي۔ د فتنه الهند او ترهګرې پراکسي بلوچ يووالي کميټۍ (بي وائي سي) غړي اېم الياس په اعترافي بيان كښې زيات انكشافات شوي دي۔ اېم الياس خپل اعترافي  بيان كښې وئيلي دي چې د فتنه الهند بي اېل اے او ترهګر پراکسي بي وائي سي برخه پاتې شوې يم۔ ده زياته كړه چې د بي وائي سي جلوسونو او لاريونونو كښې شاملېدو سره مې د هېواد په ضد نعرې  وهلې او تقريرونه كړي۔ د يادونې وړ ده چې د دې نه وړاندې هم يو شمېر ترهګرو او كاركنانو د بي وائي سي او د فتنه الهندوستان بي اېل اے  سره د اړيكو اعتراف كړے دے٬ په حقيقت كښې بي وائي سي د فتنه الهند د سافټ فېس په توګه كار كوي٬ شواهدو نه برېښي چې د فتنه الهند وژلې شوې يو شمېر ترهګر د بي وائي سي د بې دركه كسانو فهرست كښې شامل وو چې پكښې د برهان بلوچ، حفيظ بلوچ، عبدالحميد،  راشد بلوچ، صهيب لانګو او ترهګر کريم  جان نامې شاملې دي۔ د بلوچ اولس د حقونو خبره كوٶنكي بي وائي سي لخوا د ترهګرۍ د يوې پېښې كله غندنه نه ده شوې۔ دې انكشافاتو څخه يو ځل بيا ثابت شوې ده چې بي وائي سي د فتنه الهند د سافټ فيس په توګه اولس ګمراه كوي