د امريکا ايلين ټيرارسټ ريموول کورټ وړومبې كېس، افغانه مېرمن له ترهګرو سره د مرستې په تور له هېواده وشړل شوه

  اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د امريکې د بهرنۍ ترهګرۍ  مخنيوي عدالت (اے ټي آر سي) د خپل وړومبي كېس په پرېكړه كښې افغانه مېرمن له ترهګرو سره د مرستې په تور هېواد څخه د شړلو امر كړے دے۔ د افغان وګړو غېر قانوني او شكمنو هلو ځلو د كوربه هېوادونو سلامتيا ته خطرې يو وارې بيا رامخې ته كړې٬ دي۔ په امريکا كښې د يوې افغان …

 

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د امريکې د بهرنۍ ترهګرۍ  مخنيوي عدالت (اے ټي آر سي) د خپل وړومبي كېس په پرېكړه كښې افغانه مېرمن له ترهګرو سره د مرستې په تور هېواد څخه د شړلو امر كړے دے۔ د افغان وګړو غېر قانوني او شكمنو هلو ځلو د كوربه هېوادونو سلامتيا ته خطرې يو وارې بيا رامخې ته كړې٬ دي۔ په امريکا كښې د يوې افغان مېرمنې ترهګرۍ كښې د مرستې اعتراف د افغان وګړو په اړه امنيتي اندېښنې لا سوا كړي دي۔ د امريکي ايلين ټيرارسټ ريموول کورټ په وړومبۍ مقدمه كښې 47 كلنه افغانۍ مېرمن نذيره حاجي زاده د هېواد نه شړلې ده٬ د امريکې د انصاف څانګې له مخې نذيره حاجي زاده په عدالت كښې خپله بهرنۍ ترهګري تسليم كړې ده۔ دې په كال 2024 كښې د امريكې د انتخاباتو په ورځ د داعش  په لمسه  په اجتماعي فائرنګ سازش كښې مرسته كړې وه۔ د يادونې وړ ده چې د امريکې د انصاف څانګې د نذيره حاجي زاده زوي او زوم ته په دې سازش كښې د نيولو سره سزا اورولې ده۔