بيجنګ 14 ستمبر (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفارت، پاکستان سېنټر فار کلچر اېنډ کميونيکيشن او د سنګھوا پوهنتون د سکول آف جرنلزم اېنډ کميونيکېشن د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د کتاب "Indus and Yangtze: A Journey of Two Rivers from One Origin" مخ كتنه وكړه۔ د كتاب مخ كتنې دستورې نه علاوه د پاكستان په اړه اهم ډاکټريټ تحقيقي …
د پاکستان سفارتخانې او د سنګهوا پوهنتون په کوربه توب د پاک-چین د سفارتي اړیکو د75 مې کلیزې په مناسبت د کتاب مخکتنه
بيجنګ 14 ستمبر (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفارت، پاکستان سېنټر فار کلچر اېنډ کميونيکيشن او د سنګھوا پوهنتون د سکول آف جرنلزم اېنډ کميونيکېشن د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د کتاب “Indus and Yangtze: A Journey of Two Rivers from One Origin” مخ كتنه وكړه۔ د كتاب مخ كتنې دستورې نه علاوه د پاكستان په اړه اهم ډاکټريټ تحقيقي کار، د شاهراه قراقرم جوړٶنكو زباني تاريخ، د يارکند دريائي سيمه په قديم لارو تحقيق او اړوند دستاوېزي منصوبه هم وړاندې كړې شوه۔ په دستوره كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي سره سره نوموړ سکالرز، محققين، سفارت کار، استاذان او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔ د کتاب ايډيټر د سنګھوا پوهنتون د سکول آف جرنلزم اېنډ کميونيکېشن پخوانې ايګزيکټو وائس ډين پروفېسر لي شي ګوانګ او د پېښور پوهنتون پخوانې وائس چانسلر پروفيسر زاهد انور دے٬ دا کتاب په انګريزۍ، اردو او چينائي كښې وړاندې كړې شوې۔ د کتاب ايډيټرز د اباسين او يانګزے درياب په چوكاټ كښې د پرمختللو تمدنونو ترمنځ ګډ تاریخي او کلتوري اړیکو ته اشاره كولو سره وئيلي چې علمي څېړنه د پاکستان او چین د خلکو ترمنځ د لا زیاتې پوهې او نزدې والي په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولې شي۔ پاكستاني سفير دستورې ته خپله وېنا د پوهنتونونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ، د محصلینو او استادانو د تبادلې، په سائنس، ټېکنالوژۍ، انجینئرنګ او ریاضیاتو كښې د ګډ کار، د ژبو د زده کړې او د کلتوري اړیکو په پراختیا ټینګار وکړو. په دې موقع په دې خبره سلا يوه شوه چې د پاکستان او چین اړیکې یوازې په سفارتي او اقتصادي همکاریو پورې محدودې نه دي، بلکې بنسټ یې په ژورو تاریخي، کلتوري، تعلیمي او ولسي اړیکو هم ولاړ دے۔ د غونډې په پايه کښې ګډون كوونكو ته د ماسخوتن مېلسمتيا كښې پاكستاني خواړه وړاندې كړې شول۔ په دې مهال ډونوالو ته د لا زیاتو غیر رسمي خبرو اترو او کلتوري لیدنو کتنو فرصت په لاس ورغی۔











