د وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان مستونګ ضلع كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير د كمانډر پشمول د 3 ترهګرو په وژلو د ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه ستائلو سره ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهګرو ناپاكه ارادې خاورو سره ګډې كړي دي۔ وفاقي وزير ددې عزم پخلې وكړو …

اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان مستونګ ضلع كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير د كمانډر پشمول د 3 ترهګرو په وژلو د ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه ستائلو سره ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهګرو ناپاكه ارادې خاورو سره ګډې كړي دي۔ وفاقي وزير ددې عزم پخلې وكړو چې هېواد څخه د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به امنيتي ځواكونه كارروايۍ روانې ساتي او ټول قام په دې جنګ كښې خپلو مېړنو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔