د لبنان داخله وزير احمد الحجار په سركاري دوره اسلام آباد ته راورسېد

اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلنه د هغه لبناني همڅنګ احمد الحجار په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارسېدلې دې۔ په اسلام آباد انټرنېشنل ايئرپورټ د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ګران مېلمه ته هركلې ووې۔ په دې موقع چيف كمشنر اسلام آباد او آئي جي پوليس هم موجود و۔ لبنانې داخله وزير به د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال …

اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلنه د هغه لبناني همڅنګ احمد الحجار په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارسېدلې دې۔ په اسلام آباد انټرنېشنل ايئرپورټ د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ګران مېلمه ته هركلې ووې۔ په دې موقع چيف كمشنر اسلام آباد او آئي جي پوليس هم موجود و۔ لبنانې داخله وزير به د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال پاكستاني قيادت او خپل همڅنګ سره ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔