اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې ځوانان د پاكستان تر ټولو قيمتي اثاثه او د هېواد سباؤن دي ، ځوان كول ته مثبت جهت وركول زمونږ د ټول ګډ مسئووليت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د يوتھ پارلېمنټ آف پاكستان نېټ وركنګ سېشن كښې خصوصي ګډون كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری …
ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه او د هېواد روښانه سباؤن دي٬ ځوان كول لپاره مثبت جهت برابرول زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده: ګورنر فېصل كريم كنډي
اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې ځوانان د پاكستان تر ټولو قيمتي اثاثه او د هېواد سباؤن دي ، ځوان كول ته مثبت جهت وركول زمونږ د ټول ګډ مسئووليت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د يوتھ پارلېمنټ آف پاكستان نېټ وركنګ سېشن كښې خصوصي ګډون كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری نوجوان متحرک او وژنری قيادت دے۔ ده ووئيل دا منلې شوې خبره ده چې كوم ځوانان نن تعميري كردار ترسره كوي ٬ تاريخ به دوئي په ښه ټكو يادوي۔ ده ووئيل ځوان كول لپاره مثبت جهت برابرول زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده۔ ده ووئيل د هېواد دښمنه بيانيې ماتول د ځوانانو زياته ذمه واري ده۔ ځوانان يوازې د سباؤن لارښود نه بلكې نن هم د هېواد په تعمير او تقرۍ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔










