اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار چين سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايز تړون ٬ سي پېك ٬ زراعت ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ تعليم او د اولسي كچې رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې د همكارۍ له مضبوطولو په اهميت زور راوړې دې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چين لپاره د …
نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار سره چين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير علي اسد ګيلاني ملاقات
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار چين سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايز تړون ٬ سي پېك ٬ زراعت ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ تعليم او د اولسي كچې رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې د همكارۍ له مضبوطولو په اهميت زور راوړې دې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير علي اسد ګېلاني نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره ملاقات وكړو۔ نائب وزیراعظم اسد ګیلانی له د چين سفير په نومول كېدو مباركي وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې پاكستان چين سره خپلې پخوانۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ ده چين سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايز تړون ٬ سي پېك ٬ زراعت ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ تعليم او د اولسي كچې رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې د همكارۍ له مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ نائب وزیراعظم د اېشیا پېسیفک اېډیشنل سېکرېټری په حېث د اسد ګېلاني خذمات ستائلو سره باور څرګند كړو چې د هغه تجربه به د پاكستان او چين تلپاتې همكاري لا مضبوطولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده نوي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔










