اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په بېلو سيمو كښې د برېښنا لوډشېډنګ نوټس اخستې دې او بېلو ښاريو كښې يۍ د بجلۍ په زيات شوي لوډشېډنګ ناراضګي ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د بجلۍ لوډ مېنجمنټ په اړه د …
د وزيراعظم بېلو سيمو كښې د برېښنا لوډشېډنګ نوټس، كومه سيمه كښې دې له دوه ساعته زيات لوډشېډنګ ونه كړې شي: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په بېلو سيمو كښې د برېښنا لوډشېډنګ نوټس اخستې دې او بېلو ښاريو كښې يۍ د بجلۍ په زيات شوي لوډشېډنګ ناراضګي ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د بجلۍ لوډ مېنجمنټ په اړه د جاج اهمه غونډې شوې٬ په دې موقع غونډه خبر كړې شوه چې د منطقې اوسنې صورتحال او په آبنائے هرمز كښې د تاٶ تريخوالي او ترسيلي ستونزو په سبب د آر اېل اېن جي رسنه ځپلې شوې چې ورسره د بجلۍ پېداوار كښې كمې راغلې دے۔ غونډې ته ووئيل شول چې د هيلپ لائن نمبر 118 د لارې د بجلي صارفين خپل شكايتونه درج كولې شي٬ د شکايت درج كولو سره صارف ته ټوکن نمبر او د شکايت ازالې وخت هم ښودلې كېږي۔ غونډه خبر كړې شوه چې دا مهال د راجن پور ضلعې 6 بجلي صارفينو نه علاوه ګرد هېواد كښې د بجلۍ يو صارف د پشكال بارانونو له امله نه دې ځپلې شوے۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې په يوه سيمه كښې د دوه ساعته نه زيات دې لوډ شېډنګ ونه كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د منطقې صورتحال او د سباٶن ضرورتونو له مخې دې د آر اېل اېن جي ترسيل كښې د تعطل مخه نيولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي، د ټولو ترلاسه وسائلو دې موثره استعمال وكړې شي دغسې چې يو سيمه كښې د دوه ساعته نه زيات د بجلۍ لوډ شيډنګ نه وي۔ ده ګرد هېواد كښې د بجلۍ ترسيل او د نورو ټولو مسئلو په اړه د اولس د شكايتونو ازالې لپاره د ډسکوز په كچه د صارفينو د شکايتونو ازالې لپاره د كمېټو جوړولو احكامات وكړل او امر ئې وكړو چې د ازالې كمېټو كښې اولسي نمائندګي هم پكار ده٬ په يوه اوونۍ كښې دې دا كمېټۍ فعاله كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، مصدق ملك، عطاء تارړ، علي پرويز مملك، سردار اويس لغاري، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو۔










