د وفاقي وزير محسن نقوي كرم كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كرم ضلع كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كارروايۍ په مهال د افغان خارجي په شمول 4 ترهګر ووژل شول۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او فوري كارروايۍ ستائنه كولو …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كرم ضلع كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كارروايۍ په مهال د افغان خارجي په شمول 4 ترهګر ووژل شول۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او فوري كارروايۍ ستائنه كولو سره ووئيل په خېبر  پښتونخوا كښې امن په ځائې كولو له د امنيتي ځواكونو قربانۍ او هڅې د ستائنې وړ دي۔ محسن نقوي ووئيل قام په امنيتي ځواكونو وياړي او ټول قام د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې خپل میړني پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔