د قائد اعظم د هداياتو او اصول په لارښودنه كښې پاكستان د ټولو چېلنجونو مقابله اتحاد ٬ عزم او قوت سره كولې شي: د صدر مملكت آصف

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري قائد اعظم (رح) ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي قائد اعظم خپل ژوند د نيمې اوچې مسلمانانو آئيني ٬ قانوني ٬ مذهبي ٬ كلتوري او په خاص توګه بشري حقونو له وقف كړو او آخر يۍ مسلمانان د پاكستان د جوړېدو منزل ته ورسول۔ د قائد اعظم د هداياتو او اصولو په لارښودنه كښې پاكستان د ټولو …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري قائد اعظم (رح) ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي قائد اعظم خپل ژوند د نيمې اوچې مسلمانانو آئيني ٬ قانوني ٬ مذهبي ٬ كلتوري او په خاص توګه بشري حقونو له وقف كړو او آخر يۍ مسلمانان د پاكستان د جوړېدو منزل ته ورسول۔ د قائد اعظم د هداياتو او اصولو په لارښودنه كښې پاكستان د ټولو چېلنجونو مقابله اتحاد ٬ عزم او قوت سره كولې شي۔ د قائد اعظم په 78م تلين خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان تصور د يو داسې هېواد په توګه وړاندې كړې شو چرته چې مسلمانان له كومې ويرې ترخې پرته خپل ژوند تېر كړې شي او غېر مسلم اقليتونو سره هم آهنګۍ او امن سره پاتې شي٬ دغسې چې ټول وګړي د خپلو عقيدو له مخې ژوند وكړې شي۔ د قائد اعظم اقوال او اعمال څخه ددې تصور بشپړه عكاسي كېږي د كوم څرګندونه چې هغه د پاكستان له جوړېدو څخه درې ورځې مخكښې په 11 اګست تقرير كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل مونږ ته پېښ نني چېلنجونه د جدي پاتې كېدو ٬ خوارۍ او ذمه وارې طرز حكمرانۍ تقاضا كوي۔ نوې ټېكنالوجۍ په خاص توګه مصنوعي ذهانت څخه استفاده كولو سره په معيشت كښې اصلاحات ٬ تنظيم نو او دا مضبوطول وي۔ ځوانانو لپاره زياتې موقعې پېدا كولو ٬ اولسي خذمات ښه كولو او دا خبره به باوري كول وي چې د پرمختګ مېوې د هېواد اولس ته ورسي۔ دې سره سره پاكستان به بهرني جارحيت ٬ ترهګرۍ ٬ عكسريت پسند نظرياتو او پرتشدد انتها خوښۍ څخه محفوظ ساتلو له هم كار كول وي۔ صدر مملكت ووئيل مونږ له به په منطقه كښې امن او استحكام له پرله پسې هڅې روانې ساتل وي۔ د قائد اعظم په لارښودونه كښې به پاكستان منطقه او ګرده نړۍ كښې مذاكرات او د شخړو سوليز حل ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ صدر مملك په اولس په خاص توګه ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د قائد اعظم مثال څخه قوت ترلاسه كړي او د ستونزو مقابله دې د مايوسۍ په ځائې حوصلې او اعتماد سره وكړي۔ ده ووئيل مونږ په لويو چېلنجونو د يو موټې كېدو ٬ عزم او قوت د لارې قابو موندلې شوو۔ صدر مملكت دعا وكړه چې پروردګار دې د قائد اعظم روح ته اعلی درجې وركړي او مونږ ته هغه دانش او عزم راكړي د كوم د لارې چې پاكستان جوړ كړے شوے و۔ صدر مملكت خپل پېغام’’پاکستان زندہ باد‘‘ نعرې ختم كړو۔

مزید خبریں