اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې د علامه محمد اقبال فکر و فلسفه د فن د لارې وړاندې كول يو ځانګړې او موثره هڅه ده او حکومت به د اقبال پېغام ګرده نړۍ كښې متعارف کولو لپاره داسې فن پارې په بهرني هېواد كښې په نندارتون كښې هم د وړاندې كولو هڅه كوي۔ ده دا …
د علامه اقبال کلام به د فن د لارې ګردې نړۍ كښې متعارف كوٶ۔ وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې د علامه محمد اقبال فکر و فلسفه د فن د لارې وړاندې كول يو ځانګړې او موثره هڅه ده او حکومت به د اقبال پېغام ګرده نړۍ كښې متعارف کولو لپاره داسې فن پارې په بهرني هېواد كښې په نندارتون كښې هم د وړاندې كولو هڅه كوي۔ ده دا خبرې د نيشنل انسټي ټيوټ آف فوك اينډ ټريډيشنل هيريټيج (لوک ورثه) او آف ګرډ سټوډيوز په اشتراك د پينټنګ او آرټ نندارتون “ساقي نامه” پرانستې دستوره كښې كړې۔ وفاقي وزير په لوك ورثه هيريټيج ميوزيم اسلام آباد كښې د نندارتون پرانسته وكړه دا نندارتون عظيم مفکر او شاعر علامه محمد اقبال ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره تابيا كړې شوې چې كښې نوموړې هنرمندانو ګيتي آراء، لبنيٰ جهانګير او زارا حيدر بابري خپلې فن پارے نمائش لپاره وړاندې كړې۔ وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په نندارتون كښې د فن پارو ستائنه كولو سره ووئيل چې په آرټ ورك ليدو ډېر خوشحال شوم۔ ده ووئيل چې په دې فن پارو كښې ځېنې فن پارې محفوظ ساتلو سره سره به دا بهر هېواد كښې نندارتونونو لپاره وړاندې كولې شي دغسې چې نړۍ د علامه اقبال د فکر و پېغام څخه په ځانګري او موثره ډول شاناسه كړې شي۔ په دې موقع د لوك ورثه ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر محمد وقاص سليم هم وېنا وكړه











