اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او اېسوسي اېشن آف چارټرډ سرټيفائيډ اکانټنټس اے سي سي اے معاشي بدلون، د پېشه ور افرادي قوت پرمختګ، اېس اېم ايز استحکام او د نجي څانګې په مشرۍ كښې اقتصادي پرمختګ لپاره د شريكې مرستې زياتولو عزم پخلے كړې دې۔ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د زيارت په …
د خزاني وزير سره د اے سي سي اے ګلوبل پلاوي ملاقات، د افرادي قوت په پرمختګ، آئي ټي خدمات او اېس اېم ايز ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او اېسوسي اېشن آف چارټرډ سرټيفائيډ اکانټنټس اے سي سي اے معاشي بدلون، د پېشه ور افرادي قوت پرمختګ، اېس اېم ايز استحکام او د نجي څانګې په مشرۍ كښې اقتصادي پرمختګ لپاره د شريكې مرستې زياتولو عزم پخلے كړې دې۔ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د زيارت په ورځ د اے سي سي اے ګلوبل اېګزېکټو ډائرېکټر لوسياريئل مارټن وليدل، ملاقات كښې د اے سي سي اے پاکستان مشر اسد حميد خان او د پبلك افيئرز ليډ پاکستان اسد ملك محمود هم موجود وو۔د خزاني وزير د پلاوي هركلي سره په پاكستان كښې اقتصادي اصلاحات سره په اړوندو ترجيحاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د نجي څانګي قوي كولو، په برآمدات اډانه اقتصادي نمو ته وده وركول او د معاشي استحکام حوالې سره د ترلاسه شوي پيش رفت برقرار ساتل شامل دي۔ ملاقات كښې د پاکستان بدل شوي اقتصادي او اداره جاتي اصلاحاتي ايجنډې معاونت لپاره اے سي سي اے سره د همكارۍ زياتولو امكانات جاج هم واغتے شو۔











