اوسلو۔10ستمبر(اے پی پی) د ناروے باچا هرالډ پنځم وروستو رسوماتو كښې د پاكستان نمائندګي كولو له د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان اوسلو ته ورسېد چرته چې هغه د آنجهانی کنګ په سركاري تدفين كښې ګډون وكړو او د ناروے شاهي كورنۍ او اولس سره يۍ د وزيراعظم او پاكستاني اولس لخوا د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقع وفاقي وزير عبد العليم خان د …
د ناروے د باچا هرالډ پنځم وروستي رسومات ٬ د وفاقي وزير عبد العليم خان نمائندګي

مزید خبریں
اوسلو۔10ستمبر(اے پی پی) د ناروے باچا هرالډ پنځم وروستو رسوماتو كښې د پاكستان نمائندګي كولو له د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان اوسلو ته ورسېد چرته چې هغه د آنجهانی کنګ په سركاري تدفين كښې ګډون وكړو او د ناروے شاهي كورنۍ او اولس سره يۍ د وزيراعظم او پاكستاني اولس لخوا د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقع وفاقي وزير عبد العليم خان د ناروے نوي باچا كنګ هاكون هشتم سره هم ملاقات وكړو او هغه سره يۍ د پاكستاني قيادت او اولس لخوا غمرازي او او هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ عبد العليم خان په اوسلو سټي هال كښې د غمرازۍ دستوره كښې د ناروے خارجه وزير اېسپن بارتھ اېدے ٬ د خزانې وزير او دنېټو پخواني سېكټري جېنز اسټولټنبرګ، د ناروے د كلتور وزيرې لبنیٰ جعفری او د نړيوال پرمختګ وزير آسمند اوكرست سره هم ملاقاتونه وكړل او هغوي سره يۍ د غم په دې سخت وخت كښې خواخوږي ښكاره كړه۔ په ملاقاتونو كښې د پاكستان او ناروے ترمينځه اړيكو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو خبرې وشوې۔ وفاقی وزیر د ناروے باچا هرالډ پنځم په ورستو رسوماتو كښې ګډون د پاكستان لخوا شاهي كورنۍ او د ناروے اولس سره د يووالي او احترام څرګندونه وكړه











