اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار آزاد جمو وكشمير كښې د پرمختيائي ترجيحاتو جاج اغستلو ٬ سرعت سره مخ په وړاندې بوتللو او عملدرآمد له مناسب اقداماتو سره د اړوندې غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم په اقداماتو زر تر زره د عملدرآمد كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ آزاد جمو وكشمير كښې د پرمختيائي ترجيحاتو جاج واغستې شو
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار آزاد جمو وكشمير كښې د پرمختيائي ترجيحاتو جاج اغستلو ٬ سرعت سره مخ په وړاندې بوتللو او عملدرآمد له مناسب اقداماتو سره د اړوندې غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم په اقداماتو زر تر زره د عملدرآمد كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې ددې هڅو مېوې د آزاد جمو وكشمير اولس په ژوند كښې د كوټلې بهترۍ په صورت كښې رامخې ته شي۔ ده وويل د آزاد جمو و کشمیر د اولس پرمختګ او خېر ښېګړه د وزيراعظم شهباز شريف ٬ د پاكستان حكومت او د آزاد جمو وكشمير حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامله ده۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه ٬ د كشمير او ګلګټ بلتستان چارو سېكرټري ٬ د آزاد جمو وكشمير چيف سېكرټري او د آزاد جمو وكشمير او وفاقي حكومت اعلی چارواكو ګډون وكړو











