پاکستان  په هېلتھ سېكټر كښې د خپلې پخوانۍ كاركردګۍ ريكارډ ماتولو سره مخ په وړاندې روان دے: د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال

  اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی)د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي پاکستان  په هېلتھ سېكټر كښې د خپلې پخوانۍ كاركردګۍ ريكارډ ماتولو سره مخ په وړاندې روان دے٬ د روغتيا څانګه د قامي سلامتيا او قامي معيشت مهمه مسئله ده٬ حكومت د روغتيا څانګه كښې اصلاحات، ډیجیټائزېشن، سرمایه کارۍ او برآمدات ته ودې وركولو له په زړه پورې اقدامات كوي۔ د روغتيا وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه …

 

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی)د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي پاکستان  په هېلتھ سېكټر كښې د خپلې پخوانۍ كاركردګۍ ريكارډ ماتولو سره مخ په وړاندې روان دے٬ د روغتيا څانګه د قامي سلامتيا او قامي معيشت مهمه مسئله ده٬ حكومت د روغتيا څانګه كښې اصلاحات، ډیجیټائزېشن، سرمایه کارۍ او برآمدات ته ودې وركولو له په زړه پورې اقدامات كوي۔ د روغتيا وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه 23م هېلتھ اېشیا اېکسپو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اېکسپو كښې 600 څخه زيات اسټالز دي، 200 څخه زياتې ملكي او بهرنۍ كمپنۍ ګډون كوي٬ 30 څخه زيات كنفرنسونه به كيږي او يو شمېر مفاهمتي يادښتونه به لاس ليك كولې شي۔ مصطفیٰ کمال ووئيل څو مياشتې وړاندې اسلام آباد كښې د پاكستان او چين كمپنيو ترمينځه بي ټو بي كنفرنس وكړے شو٬ په كوم كښې چې چين څخه د روغتيا څانګې 180 او پاكستان څخه 300 څخه زياتو كمپنيو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د كنفرنس پرانسته وكړه او د دوه ورځني كنفرنس په مهال د 663 ملین ډالر لوظنامې وشوې كومې به چې په راروانو 12 نه تر 14 مياشتو كښې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په صورت كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل چينائي كمپنيو سره نزدې د 1.2 ارب ډالر اېم او یوز هم ترسره شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال نزدې د 26 کروړه ودانۍ هېواد دے٬ كوم چې يو اړخ ته چېلنج دے او بل اړخ ته هېلتھ کېئر وړاندې كوونكو كمپنيو لپاره يو لوې ماركيټ او موقع هم ده۔ ده ووئيل د پاکستان فارماسیوټیکل انډسټرۍ كښې د  د تېرې مودې په مهال 38 فيصد اضافه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې 188 میډیکل کالجونه كار كوي او هر كال نزدې 22 زره ډاكټران فارغ كوي۔ پاكستاني ډاكټران په ګرده نړۍ كښې د هېواد نامه روښانه كوي۔ ده ووئيل د نرسنګ كونسل پخواني نظام او قانون كښې اصلاحات شوي دي  او نوې نظام ډیجیټائز كولې شي۔ وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ووئيل نړۍ نزدې 25 لکه او پاکستان نزدې 9 لكه نرسز ته اړتيا لري۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت د روغتيا څانګې تصور بدل كړے دے۔ اوس پام يوازې د ناروغه سړي درملنو ته نه بلكې د انسان ناروغتيا څخه بچ كولو او د رنځونو مخنيوي  پلو ګرځولې شوے دے۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د تېرو 14 مياشتو په مهال د سركاري څانګې د لارې 2,595 نوي بېډز زيات كړې شوي دي۔ حکومت د هېلتھ انشورنس د لارې 15 نجی روغتونونه په نظام كښې شامل كړل چې ورسره به اسلام آباد كښې اضافي طبي آسانۍ ترلاسه شي۔ وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ووئيل دا مهال پاكستان 52 هېوادونو ته داروګان برآمد كوي او د ډبليو اېچ او په رېګولېټري سسټم كښې په لېول ټو دے۔ په اپرېل 2027 كښې د پاكستان د فائنل انسپېكشن امكان دے۔ كه پاكستان ډبلیو اېچ او لیول تھری ترلاسه كولو كښې كامياب شو نو پاكستانو داروګانو له نزدې د 100 نورو هېوادونو ماركيټونه پرانستلې كېدې شي چې ورسره به برآمدات لا زيات شي