اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) سينيټر مشاهد حسېن سيد وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناحؒ وژن يو خپلواكه، مضبوط، جمهوري او سوكاله پاكستان جوړول ٶ چرته چې د قانون او آئين سرلوړي٬ مساوات، سماجي انصاف، بشري حقونه، مذهبي آزادي او تعليم ته بنيادي اهميت ترلاسه وي۔ دا خبره ده په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د "قائداعظم وژن او د موجوده پاکستان" په موضوع سمپوزيم ته …
د قائداعظم په اصولو عمل كولو سره پاكستان قوي كېدے شي۔ مشاهد حسېن سيد
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) سينيټر مشاهد حسېن سيد وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناحؒ وژن يو خپلواكه، مضبوط، جمهوري او سوكاله پاكستان جوړول ٶ چرته چې د قانون او آئين سرلوړي٬ مساوات، سماجي انصاف، بشري حقونه، مذهبي آزادي او تعليم ته بنيادي اهميت ترلاسه وي۔ دا خبره ده په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د “قائداعظم وژن او د موجوده پاکستان” په موضوع سمپوزيم ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د قائداعظم وژن عملي كولو لپاره تعليم، بشري حقونه، د مېرمنو اختيارمنده شموليت او د كرپشن خاتمه به قامي ترجيحات جوړول وي۔ د سمپوزیم اهتمام مسلم و صوفي افكارو لپاره اقبال چیئر، د تاریخ او ډائریکټوریټ آف سټوډنټ ایډوائزري اینډ کونسلنګ سروسز په ګده كړے ؤ ۔ په دستوره كښې رجسټرار راجه عمر یونس، ډاکټر فوزیه عمر، د پوهنتون استاذانو، پرنسپل افسرانو او زده كوٶنكو ګډون كولو۔ دغسې سمپوزيم ته نورو شخصياتو هم وېنا وكړه











