اسلام آباد۔10 ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئیلي دي پاکستان د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو ملاتړ کوي۔ چین-پاکستان اقتصادي راهداري د پاكستان معاشي منظرنامې ته نوې شكل وركوي۔سی پیک پاکستان د سیمه ایزو اړیکو یو مهم مرکز په توګه رامخې ته كوي ، پاکستان منځنۍ آسیا او لویدیځ چین تر ګرمو اوبو او بندرونو رسوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت …
پاکستان د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو ملاتړ کوي۔ چین-پاکستان اقتصادي راهداري د پاكستان معاشي منظرنامې ته نوې شكل وركوي: د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔10 ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئیلي دي پاکستان د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو ملاتړ کوي۔ چین-پاکستان اقتصادي راهداري د پاكستان معاشي منظرنامې ته نوې شكل وركوي۔سی پیک پاکستان د سیمه ایزو اړیکو یو مهم مرکز په توګه رامخې ته كوي ، پاکستان منځنۍ آسیا او لویدیځ چین تر ګرمو اوبو او بندرونو رسوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په هانګ كانګ كښې 11 م بېلټ اېنډ روډ سمټ ته خصوصي خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزیر وویل بی آر آی یوازې اقتصادي پروژه نه بلکې هېوادونه او ملتونه نزدې کونکے مؤثر پلېټ فارم دے۔ هغه ووئیل سیمه ایزه همکاري اوس له تجارتي لارو څخه وړاندې تللې او اوس په مكمل وېليو چېنز بدلېږي۔ ډیجیټل جدت، پائيداري او هنرمند روزګار د تجارتي ډھانچې برخه جوړول ضروري دي۔ جام کمال خان ووئیل پاکستان د لویدیځ، منځني او ختيځ آسیا ترمنځه یو مهم تجارتي پل جوړيږي۔ د رېلوے، سړکونو او ټرانزېټ ټرېډ پراختيا پاكستان منځنۍ آسیا لپاره لنډه او مؤثره لاره جوړوي٬ سیمه ایزې اړیکې په یو نیم اربه صارفينو د مشتملې پراخۍ منډۍ دروازې پرانيزي۔ وفاقی وزیر سرمايه كارانو ته د شفاف او كاروبار دوست نظام لاندې په معدني وسائلو كښې د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره ووئيل د پاكستان د افرادي قوت صلاحيتونو ثبوت نزدې 40 ارب ډالره كلن ترسيلات زر دې۔ د بي آر آئي همكاران دې د سي پېك فېز ټو لاندې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كري٬ پاكستان د مذهبي ٬ كلتوري او قدرتي سېلګرۍ ځاګړې موقعې لري۔











