پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګني مسترد کړې

  اسلام آباد 10 ستمبر  (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګاني رد كړې دي كومي چې د نړيوالو حقائقو په ضد دي۔د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ كښې ووئيل د هند يو اړخيزه اقدامات او پرله پسې غیر قانونی تسلط لاندې  د جموں و کشمیر  په نړيواله كچه  تسليم شوے شخړيز حیثیت …

 

اسلام آباد 10 ستمبر  (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګاني رد كړې دي كومي چې د نړيوالو حقائقو په ضد دي۔د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ كښې ووئيل د هند يو اړخيزه اقدامات او پرله پسې غیر قانونی تسلط لاندې  د جموں و کشمیر  په نړيواله كچه  تسليم شوے شخړيز حیثیت بدلېدې نشي۔وياند ووئيل د جموں و کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایجنډا اوس هم يو حل طلب معامله ده او د دې حتمی پريكړه بايد د ملكرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو او  د کشمیریانو د هيلو له مخې وكړې شي كومه چې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د آزادانه او غیر جانبدارانه استصواب رائے د لارې وي۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو سرکاري نقشه  جموں و کشمیر د يو متنازعه سيمي په توګه ښودلے شوے دے ۔ده ووئيل  د هند تش په نوم سرکاری نقشه او د خپلواكۍ يو اړخيزه ادعا د جموں و کشمیر متنازعه حیثیت په هيڅ ډول نه شي بدلولے ۔

 

مزید خبریں