اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وزير مملکت محمد عون چوهدري وئيلي دي حکومت مزدور دوسته پاليسۍ، د مزدورانو اولاد لپاره معياري تعليم٬ د استوګنې سهولتونه او د نورو اقداماتو د لارې د خواري كښې طبقې د ژوند معيار ښه كولو لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ورکرز ويلفيئر فنډ (ډبليو ډبليو ايف) سيکرټريټ اسلام آباد دورې …
حکومت د خواري كښې طبقې د ژوند معيار ښه كولو لپاره عملي ګامونه اخلي۔ وزير مملکت محمد عون چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وزير مملکت محمد عون چوهدري وئيلي دي حکومت مزدور دوسته پاليسۍ، د مزدورانو اولاد لپاره معياري تعليم٬ د استوګنې سهولتونه او د نورو اقداماتو د لارې د خواري كښې طبقې د ژوند معيار ښه كولو لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ورکرز ويلفيئر فنډ (ډبليو ډبليو ايف) سيکرټريټ اسلام آباد دورې په مهال كړې۔ د وركرز وېلفيئر فنډز سيکريټريټ ته په راتګ د ادارې سيکرټري ذوالفقار احمد او سينئر چارواكو د وزير مملکت هركلے وكړو او دوي ته ئې د ادارې د روانو فلاحي ګامونه په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې تعليم، استوګنه، د کارکنانو او د دوي كورنيو ته د وركړې كېدونكې سهولتونه شامل دي۔ په دې موقع وزير مملکت د فنډ د انتظامي چارو ، فلاحي منصوبو او د صنعتي کارکنانو او د دوي كورنيو لپاره د سهولتونو جاج هم واغست











