اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د محرم الحرام مقدس مياشت مونږ ته د حق او انصاف اصولو لپاره د پاسدارۍ يادګيرنه كوي۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن د محرم الحرام په پېل خپل پیغام كښې ووئېل محرم الحرام مقدس مياشت مونږ ته د ايثار٬قربانۍ٬صبر٬استقامت٬ورورولۍ او د حق و انصاف اصولو …
د حضرت امام حسين(رض)عظيمه قربانۍ مونږ له د ظلم په ضد د حق ملګرتيا كولو او په اصولو د ثابت قدمه پاتې كېدو درس راكوي۔د سينيټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د محرم الحرام مقدس مياشت مونږ ته د حق او انصاف اصولو لپاره د پاسدارۍ يادګيرنه كوي۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن د محرم الحرام په پېل خپل پیغام كښې ووئېل محرم الحرام مقدس مياشت مونږ ته د ايثار٬قربانۍ٬صبر٬استقامت٬ورورولۍ او د حق و انصاف اصولو د پاسدارۍ يادګیرنه كوي٬د كربلا پیښه ټول انسانيت لپاره د لارې مشال حیثیت لری او د حضرت امام حسين(ق)عظيمه قربانۍ مونږ ته د ظم په ضد د حق ملګرتيا كولو او په اصولو ثابت قدمه پاتې كېدو درس راكوي .ده ووئیل موجوده حالات کښی د قومي اتحاد٬مذهبي همغږۍ٬امن٬رواداري او شريك احترام ودې سخت ضرورت دې۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت٬ادارې او اولس د محرم الحرام په مهال د امن او امان او مذهبي احترام قيام لپاره به خپل كردار ادا كوي۔ده دعا وكړه چې لوی څښتن دې مونږ له د حق او انصاف په لاره د تللواو د هېواد او قوم پرمختګ٬خوشحالۍ او امن لپاره د كار كولو توفيق راكړي۔










