اسلام آباد 17جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان پشمول د ګردې مسلمانانو له د نوي هجري كال 1448ھ په پيل مباركي وركړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت په خپل پيغام كښې ووئيل د هجري كال پيل مونږ ته د اسلامي تاريخ هغه عظيمه پرېكړه يادوي كله چې نبي علېه السلام او د هغه ملګرو د لوے څښتن رضا، حق دين او …
قامونه يواځې په مادي وسائلو نه بلکه اعلیٰ اخلاق، عدل، ديانت، اتحاد او شريكو مقصدونو سره پرمختګ كوي۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د هجري كال 1448ھ په پيل پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 17جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان پشمول د ګردې مسلمانانو له د نوي هجري كال 1448ھ په پيل مباركي وركړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت په خپل پيغام كښې ووئيل د هجري كال پيل مونږ ته د اسلامي تاريخ هغه عظيمه پرېكړه يادوي كله چې نبي علېه السلام او د هغه ملګرو د لوے څښتن رضا، حق دين او د انسانيت ښېګړې لپاره مدينې ته هجرت وكړو۔ ده ووئيل دا واقعه د قربانۍ ، صبر، استقامت، اخوت، ايثار او په لوے څښتن د كامل توکل لازوال درس وركوي۔ ه ووئيل هجرت نبوي(ص) مونږ ته دا پيغام راكوي چې قامونه يواځې مادي وسائلو سره نه بلکه اعلیٰ اخلاق، عدل، ديانت، اتحاد او شريكو مقصدونو سره پرمختګ كوي، مدينه منوّره كښې جوړ شوي رياست د روادارۍ ، قانون حکمرانۍ ، انساني مساوات، شريك احترام او ښېګړې داسې روښانه مثال جوړ كړې كوم چې نن هم د نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔صدر آصف علي زرداري ووئيل د نوي هجري كال په پيل به مونږ له لوظ كول وي چې مونږ به خپل انفرادي او اجتماعي ژوند كښې برداشت، محبت، اخوت او شريك احترام ته وده وركوو۔ صدر مملکت ووئيل راځئ چې لوظ وكړو چې مونږ به خپل قول و عمل سره محبت، رحم دلي او يووالي ته وده وركوو،راځئ چې د نوي هجري كال استقبال د دې عزم سره وكړو چې مونږ به خپل ژوند د قرآن و سنت له مخې تېروو،د قانون به خيال ساتو ، قامي يووالې به قوي كوو او د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې به خپل مثبت کردار ترسره كوو۔ صدر مملکت ووئيل لوے څښتن دې نوې هجري كال د پاکستان، عالم اسلام او ټول انسانيت لپاره د امن، برکت، رحمت او سوكالۍ كال وګرځوي۔(








