اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت د آزاد کشمير حکومت سره په ګډه د معاهدے په نکات عملدرآمد لپاره سنجيده هڅي كړي،پخوانۍ پاټا او فاټا كښې د ټيکس استثنيٰ موده بايد پراخه كړې شي۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې برخه اخستلو …
وفاقي حکومت د آزاد کشمير حکومت سره په ګډه د معاهدے په نکات عملدرآمد لپاره سنجيده هڅي كړي،پخوانۍ پاټا او فاټا كښې د ټيکس استثنيٰ موده بايد پراخه كړې شي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت د آزاد کشمير حکومت سره په ګډه د معاهدے په نکات عملدرآمد لپاره سنجيده هڅي كړي،پخوانۍ پاټا او فاټا كښې د ټيکس استثنيٰ موده بايد پراخه كړې شي۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره انجينئر امير مقام ووئيل جنيوا كښې په اسلام آباد معاهده ټول قام د مبارکۍ مستحق دې ، وزيراعظم، فيلډ مارشل او ټول قام په هڅو امن ممكن شوې،دې څخه وپاندې معرکه حق كښې هم مونږ د خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښمن له ماتې وركړې، 10مئي څخه پاکستان د نړۍ په نقشے يو نوي شكل كښې رامخې ته شوې۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې سپيځلې ټاكني شوي ، ټولو سياسي ګژندونو په كمپائن كښې برخه اخستي ،2013 كښې په هم په خېبر پښتونخوا كښې حكومت جوړولې شو خو محمد نواز شريف په ښكاره ډول وئيلي وو چې هلته زياتي چوكۍ ترلاسه كونكي ګوند بايد حكومت جوړ كړي،دغسې ګلګت بلتستان كښې د ټاكنو نه پس وزيراعظم زياتو چوكو ترلاسه كونكي ګوند سره د حكومت جوړولو حمايت کړې۔ آزاد کشمير صورتحال ذکر كولو سره ده د غوښتنو په اړه کشمير ايکشن کمېټي جوړه شوي خبري اتري شوي او په 38 نکات معاهده شوي ، په معاهدے عملدرآمد لپاره پرله پسې غونډي شوي، په يوه غوښتنه قانوني کمېټي جوړه شوي،د معاهدے په ټولو نكاتو عملدرآمد لپاره هم سنجيده هڅي كوو،زمونږ موقف واضحه دے چې ټاكني وشي او منتخب وګړي پريكړه وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد او وګړو د حقونو لپاره به خپل كردار ترسره كوو









