اسلام آباد 16جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د بلوچستان د مسئلو حل زمونږ د ټولو ذمه واري ده، آزاد کشمير مهاجرين د چوكو پريكړه به د هغه ځائې منتخب اسمبلي او منتخب عوامي نمائندګان کوي، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې ترهه ګري نيغ په نيغه د افغانستان سره تعلق لري۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال په …
د بلوچستان د مسئلو حل د ټولو شريكه ذمه واري ده، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې ترهه ګري نيغ په نيغه افغانستان سره تعلق لري ٬ معيشت آئي سي يو څخه وتللې دے ۔ د دفاع وزير قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 16جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د بلوچستان د مسئلو حل زمونږ د ټولو ذمه واري ده، آزاد کشمير مهاجرين د چوكو پريكړه به د هغه ځائې منتخب اسمبلي او منتخب عوامي نمائندګان کوي، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې ترهه ګري نيغ په نيغه د افغانستان سره تعلق لري۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل تنقيد کولو سره مونږ تير وخت هيروو او داسې تورونه لګوو د كومو چې مونږ پخپله مرتکب شوې يو،په يو بل تورونه ولګوو خو بايد په خپلو ملګرو ههم نظر واچوو،سياست كښې ګرے ايرياز وي خو په ځيني موقعو دغه ايرياز کميدې شي۔د دفاع وزير ووئيل پاکستان امن مذاکرات په وکټري سټينډ رسولو سره مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي،په يو كال كښې دوه مراحل داسې راغلي كوم سره چې د هېواد عظمت په ټوله نړۍ كښې ښكاره شوې، مونږ په دې وزير اعظم، فيلډ مارشل او د ټولي ډږي مننه كوو چا چې په پژهه دا ټول ممكن كړي۔ مئي 2025 ء كښې خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښنت په مونږ بريد وكړو د كوم چې مونږ په زړه پوري ځواب وركړو۔داسې لمحات د قامونو په تاريخ كښې په پيړو پس راځي كوم چې د ستائني وړ دې۔د پاکستان عزت زيات شوې دې سره د قام د هر تن عزت زيات شوې۔بايد د يو قام په حيث مونږ په دې جشن ولمانځو۔د دفاع وزير ووئيل د بلوچستان مسئلې په يو دوه ورځو كښې نه دې رامخې ته شوي،د دې مسئلو حل د ټولو شريكه ذمه واري ده،ترهه ګرو كه هائي ويز او سړکونه غير محفوظ كړي نو دا د دې ايوان شريكه ذمه واري ده چې د دې ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬ بلوچستان مسئلې د 50 لسيزو راهسې دي، بلوچستان مسئل به په ګډه حل كول وي ځكه چې دا مسئله د كوم يو سياسي ګوند يا صوبے نه ده،د دې ذمه واري زمونږ د ټولو ده،د ايران په ضد بنديزونه ختميږي، پاكستان به دې څخه ګټه پورته كوي،د بنديزونو خاتمې زياته ګټه به د بلوچستان اولس ته ورسي۔د دفاع وزير ووئيل مونږ تر 40 كاله د افغانانو كوربتوب كړې خو دلته امن نه دې راغلې ، 2022ء نه تر اوسه 4 زره سکيورټي اهلکار او افسران شهيدان شوي، دغه ټول د هغه كسانو په وجه شهيدان شوي د كومو چې مونږ كوربتوب كړې۔د دفاع وزير ووئيل 80 د لسيزي پاليسيو په وجه پاکستان ميدان جنګ جوړ شوې ، بهر څخه راغلي وګړي بيرته تللي او ټوله ملبه او وسله ئې دلته پريښودلي۔د هغې د منفي اثرات سره مخ يو۔ پاکستان د خبرو اترو او نتيجې وړ مذاکراتو له چمتو دے خو د د هغې به ضمانت وركول وي چې د افغانستان خاروه به د پاکستان په ضد نه كارولې كيږي









