معرکه حق او نړيوال امن په اړه چې كوم عزت ترلاسه شوې زمونږ د ټولو ضمه واري ده چې هغې كښې  كمې رانشي ۔ وفاقي وزير سردار محمد يوسف

  اسلام آباد 16 جون  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د محرم الحرام په مهال د امن و امان او ټولنه كښې د اتحاد و يووالي په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د لوے څښټن په فضل او كرم د پاکستان قيادت په هڅو اول معرکه حق او بيا نړيوال امن په اړه چې كوم عزت ترلاسه شوې زمونږ د ټولو ذمه …

 

اسلام آباد 16 جون  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د محرم الحرام په مهال د امن و امان او ټولنه كښې د اتحاد و يووالي په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د لوے څښټن په فضل او كرم د پاکستان قيادت په هڅو اول معرکه حق او بيا نړيوال امن په اړه چې كوم عزت ترلاسه شوې زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې هغې كښې كمې رانشي ، علماء کرام ته اپيل كوم چې ټولنه كښې امن ،اتحاد و يووالي په اړه خپل كردار ترسره كړي۔د نهې په ورځ بين مسالك هم آهنګي کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل د پاکستان د سياسي قيادت په هڅو نړۍ كښې امن راغلې، وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د مبارکۍ مستحق دي،لوے څښتن چې پاكستان له كوم عزت وركړې دا زمونږ د ټولو عزت دے۔دجه ووئيل لوے څښتن پاکستان له هغه مقام وركړې چې نړۍ كښې ستائيلي كږي۔ده ووئيل وزيراعظم قامي اسمبلۍ كښې وينا كښې د ټول قام د جذبات ترجماني کړي۔په دې کنفرنس كښې ټول مکاتب فکر علماء د وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير ، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار هڅي ستائيلي۔ده ووئيل معرکه حق نه پس چې لوے څښتن هېواد له كوم عزت وركړې،هغه په هر ځائې ستائيلي كيږي۔ده ووئيل معرکه حق كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ دښمن له په زړه پوري  ځواب وركړې ،په دې مونږ د لوے څښتن مننه كوو۔ کانفرنس كښې اهل بيعت اطهار او صحابه کرام حرمت و عزت ته بشپړه اتفاق وكړې شو۔ده ووئيل ټولو ګډون كونكو کانفرنس كښې اتفاق کړې چې مونږ به د محرم الحرام احترام باوري كوو او امن و اتحاد به برقرار ساتلې شي،ټولو وګړو ته هم د امن و امان برقرار ساتلو اپيل شوې

مزید خبریں