بجټ كښې تعلیم او د روغتيا بشمول د اولس د اهمیت څانكو ته دې پام وګرځولے شي،  سینیټر شهادت اعوان

  اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي )د پاکستان پیپلز پارټي سینیټر شهادت اعوان وئېلي دي  بجټ كښې دې تعلیم اود روغتيا پشمول د اولس اهمیت څانګو ته پام وګرځولے شي ، د خوراك تحفظ څانګې ته  هم د پام لرنې ضرورت دے  ۔ د ګل په ورځ  سېنټ كښې په مالیاتي بجټ 2026-27  بحث كښې ده ووئېل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره دې  فنډز  لا زيات كړے شي ، …

 

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي )د پاکستان پیپلز پارټي سینیټر شهادت اعوان وئېلي دي  بجټ كښې دې تعلیم اود روغتيا پشمول د اولس اهمیت څانګو ته پام وګرځولے شي ، د خوراك تحفظ څانګې ته  هم د پام لرنې ضرورت دے  ۔ د ګل په ورځ  سېنټ كښې په مالیاتي بجټ 2026-27  بحث كښې ده ووئېل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره دې  فنډز  لا زيات كړے شي ، سرکاري  ملازمین  تر ټولو زيات  ټیکس وركوي  ژ د دوي تنخوا ګانو كښې دې  د ګرانۍ په  تناسب زياتوالے وكړے شي   ،د زياتېدونكې ګرانۍ دې مخه ونيولې شي ۔ ده ووئېل روانې منصوبې اول تر سره كول غواړي  ، د کراچۍ کے فور  ږپاره دې فنډز زيات كړے شي