موسمياتي بدلون ٬ په چناب ٬ راوي او توي كښې د اوبو د لږې له امله په نهرونو كښې هم اوبه كمې دي: خواجه آصف

  اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي  د موسمياتي بدلون د لاسه په چناب ٬ راوي او توي دريابونو كښې د اوبو د كمي له امله په نهرونو كښې هم اوبه لږې دي٬ د ګرمۍ زياتېدو اود بارانونو كېدو سره دې كښې د ښه والي راتللو طممه كيږي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پي پي پي غړي خورشيد جونېجو لخوا په …

 

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي  د موسمياتي بدلون د لاسه په چناب ٬ راوي او توي دريابونو كښې د اوبو د كمي له امله په نهرونو كښې هم اوبه لږې دي٬ د ګرمۍ زياتېدو اود بارانونو كېدو سره دې كښې د ښه والي راتللو طممه كيږي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پي پي پي غړي خورشيد جونېجو لخوا په بجټ  بحث كښې د پورته كړو نكتو ځواب كښې خواجه آصف ووئيل په چناب ٬ راوي او توي كښې د اوبو د كمي له امله په نهرونو كښې هم اوبه لږې دي۔  ده ووئيل په نهرونو كښې د اوبو مقدار تر20 زره كيوسك وي كوم چې دا مهال 13څخه تر 14 زره دے۔ ده ووئيل د اوبو د كمي په اړه ګېلې سمې دے ولې بياهم د ګرمۍ زياتېدو او د بارانونو له امله د اوبو زياتېدو امكان هم شته