اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړو رفيع الله حسين جاكهراني ٬ذوالفقار بهنډر٬علي جان مزاري او ثمر هارون بلور د كل په ورځ جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقاتونو كښې د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم ته د نړيوال امن لپاره په كاميابو هڅو پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د وزيراعظم په مشرۍ كښې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړو جلا جلا ملاقاتونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړو رفيع الله حسين جاكهراني ٬ذوالفقار بهنډر٬علي جان مزاري او ثمر هارون بلور د كل په ورځ جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقاتونو كښې د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم ته د نړيوال امن لپاره په كاميابو هڅو پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د وزيراعظم په مشرۍ كښې شين بيرغ تاريخي كاميابي ترلاسه كړې او د پاكستان نامه په ټوله نړۍ كښې روښانه شوې۔وزيراعظم د قامي اسمبلۍ غړو د جذبات هركلے وكړو ۔د اسمبلۍ غړو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د قامي ګټې تحفظ او د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ تګلارې سره كولو لپاره به د وزيراعظم په مشرۍ كښې بشپړ كردار ادا كوو۔ملاقاتونو كښې وفاقي وزير رانا مبشر اقبال او خاص مرستيال طلحه بركي هم شريك وو










