واشنګټن۔15جون (اے پی پی) د پاكستان په ثالثۍ كښې امریکې او ایران د جنګ بندۍ په لوظنامه اتفاق كړے دے چې ورسره به د نورو خبرو اترو لاره هواره شي كومې چې د څو مياشتو روان جنګ ختمولو سبب ګرځېدې شي په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر كسان شهيدان او نړيوال معيشت ځپلے شوے دے۔ امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا يو پېغام كښې وئيلي دي …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان په ثالثۍ كښې د امریکې ایران جنګ بندۍ لوظنامه ، د آبنائے هرمز په پرانستلو اتفاق خوشبينه وګرځولو

مزید خبریں
واشنګټن۔15جون (اے پی پی) د پاكستان په ثالثۍ كښې امریکې او ایران د جنګ بندۍ په لوظنامه اتفاق كړے دے چې ورسره به د نورو خبرو اترو لاره هواره شي كومې چې د څو مياشتو روان جنګ ختمولو سبب ګرځېدې شي په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر كسان شهيدان او نړيوال معيشت ځپلے شوے دے۔ امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا يو پېغام كښې وئيلي دي ايران سره اوس لوظنامه شوې ده۔ بلخوا د ایران سپریم نېشنل سکیورڼی کونسل خپل بيان كښی ووئيل ایران له اوږدو او مشكلو خبرو اترو څخه وروستو امريكې سره يو مفاهمتي يادښت ته حتمي شكل وركړے دے۔پاكستان په دې ټول عمل كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ د پاكستان وزيراعظم د دې لوظنامې اعلان كښې ووئيل په دې د لاس ليك كولو رسمي دستوره به په 19 جون سوئټزرلېنډ كښې كيږي۔ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش لوظنامه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل دا د شخړې سولئيز هواري پلو يو مهم ګام دے۔ده په خپل بيان كښې د پاكستان ٬ قطر ٬ مصر ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه او نورو سيمه ايزو هېوادونو رغنده كردار وستائېلو۔ د ايران سپریم نېشنل سکیورټي کونسل بيان كښې ووئيل په لوظنامه كښې په ټولو محاذونو د پوځي كارروائيو سمدستي د خاتمې غوښتنه شوې ده۔









