اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي امريكا ايران امن لوظنامه پاكستان لپاره مهمه او تاريخي سفارتي كاميابي ده، امریکې په منطقه كښې امن لپاره لوي ګام پورته كړے ، ورونړه هېوادونه دې امن لپاره دې زرينې موقعې څخه ګټه پورته كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په امريكا ايران امن لوظنامه وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې …
امريكا ايران امن لوظنامه پاكستان لپاره مهمه او تاريخي سفارتي كاميابي ده: د دفاع وزير په قومي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي امريكا ايران امن لوظنامه پاكستان لپاره مهمه او تاريخي سفارتي كاميابي ده، امریکې په منطقه كښې امن لپاره لوي ګام پورته كړے ، ورونړه هېوادونه دې امن لپاره دې زرينې موقعې څخه ګټه پورته كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په امريكا ايران امن لوظنامه وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې د پاكستان عزت او وقار زيات شوے دے۔ دا د پاكستان د 75 م كلنه تاريخ مهم پړاؤ دے۔ ده ووئيل ایرانی ورونړو چې په نازك وخت كښې د كوم صبر او زغم څرګندونه كړې هغه د ستائنې وړ ده او پروردګار په هغوي نن فضل او كرم كړے دے۔ ده ووئيل كه اسلامي نړۍ دغسې د يووالي څرګندونه وكړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې د فلسطين مسئله به هم حل شي او د غزه مسلمانانو ته به انصاف ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان چې امن لپاره كومې هڅې كړې دي د هغې مېوه پروردګار نن وركړې ده۔ده ووئيل دې څخه وړاندې جنګ كښې هم پروردګار مونږ بريالي كړې يوو۔ مونږ په دې دواړو كاميابو بايد د پروردګار شكر ادا كړو۔ ده ووئيل مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې به هم كاميابۍ ترلاسه كړو۔ د دفاع وزير ووئيل مونږ د امريكائي مشرتابه مننه كوو ٬ امريكې منطقه كښې امن لپاره لوي ګام پورته كړے دے او ايران سره له لسيزو راهېسې راروانې ناانصافۍ يۍ تسليم كړې دي۔ وفاقي وزير خليجي هېوادونو ته خواست وكړو چې هغوي د يو والي او يو موټې كېدو له دې زرينې موقعې څخه ګټه پورته كړي او غزه ٬ كشمير ٬ لبنان او چرته هم چې مسلمانان كومو مسئلو سره مخ دي د هغې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي









