د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاك فضائيه تربيتي الوتكې په پېښه كښې د افسوس څرګندونه

  اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مردان سره نزدې پاك فضائيه تربيتي الوتكې ته رامخې ته شوې پیښې په اړه د افسوس څرګندونه كولو سره په دې كښې د پاك فضائيه پائلټس فلائټ ليفټيننټ محمد قاسم عبدالله او طحه عباسي په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د شهيدانو كورنيو او …

 

اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مردان سره نزدې پاك فضائيه تربيتي الوتكې ته رامخې ته شوې پیښې په اړه د افسوس څرګندونه كولو سره په دې كښې د پاك فضائيه پائلټس فلائټ ليفټيننټ محمد قاسم عبدالله او طحه عباسي په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د شهيدانو كورنيو او پاك فضائيه افسران او ځوانانو په غم كښې او دړد كښې برابر شريك يو۔الوتكې په پیښه كښې د شهيد شويو بهادر زامنو په ځاني زيان ټول قوم خفه دے۔ده وئويل چې د هېواد دفاع او فضائي پولو تحفظ لپاره ټول قوم د هغې بهادر زامنو قربانۍ به تل ياد ساتي۔د شهيدانو پيشه ورانه خذمات٬جرات او په وظيفه ترسره كولو قوم وياړ لري۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق دعا وكړه چې لوے څښتن دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي