امريكا ايران امن لوظنامه نړيوال امن لپاره تاريخي مرحله ده٬ دا د امن او مكالمې د قوت او د سفارتكارۍ كاميابي ده٬ پاكستان به په 19 جون جنېوا كښې په لوظنامو د لاس ليك دستورې كوربتوب كوي: وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظنامه نړيوال امن لپاره يو تاريخي پړاؤ ګرځولو سره وئيلي دي په دې تاريخي امن لوظنامه  د لاس ليك رسمي دستوره به په 19 جون جنېوا كښې د پاكستان په كوربتوب كښې كيږي ، دا يوازې د دوو هېوادونو ترمينځه يوه لوظنامه نه بلكې د امن او مكالمې د طاقت او د سفارتكارۍ كاميابي ده۔ د …

 

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظنامه نړيوال امن لپاره يو تاريخي پړاؤ ګرځولو سره وئيلي دي په دې تاريخي امن لوظنامه  د لاس ليك رسمي دستوره به په 19 جون جنېوا كښې د پاكستان په كوربتوب كښې كيږي ، دا يوازې د دوو هېوادونو ترمينځه يوه لوظنامه نه بلكې د امن او مكالمې د طاقت او د سفارتكارۍ كاميابي ده۔ د دې امن لوظنامې په نتيجه كښې د نړيوال معاشي استحكام ګټه هر يو پاكستاني ته رسوو٬ د دې جنګ اور مړ كول او امن راوستو له فيلډ مارشل سيد عاصم منېر غېر معمولي كردار ترسره كړو۔ وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د امن لوظنامې اعلان كولو څخه وروستو د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پروردګار په فضل د درې مياشتو شپاړسو ورځو جنګ څخه وروستو امريكا د ايران او لبنان په شمول په ټولو محاذونو د پوځي كارروائيو ختمولو اعلان كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي امن لوظنامه  د لاس ليك باضابطه دستوره به په 19 جون جنېوا كښې د پاكستان په كوربتوب كښې كيږي۔ ده ووئيل پروردګار چې د پاكستان 24 كرورړه اولس له نن كوم عزت وركړے د دې مثال به نړۍ كښې نه ترلاسه كيږي۔ ده د پاكستاني قام په شمول ټولې نړيوالې ورورولۍ له په دې كاميابۍ د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل زه حكومتي غړو او د مخالفې ډلې غړو له هم مباركي وركوم ٬ د خپل لارښود نواز شريف هم مننه كوم چا چې په هر وخت كښې زما لارښودنه وكړه۔ دغسې زه د صدر مملکت آصف علی زرداری، چیئرمین پي پي پي بلاول بھټو زرداری او د ګوند نورو مشرانو ته هم مباركي وركوم چا چې زمونږ بشپړ ملاتړ او مرسته وكړه۔ ده د قامي اسمبلۍ تائيد سره امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ، د ايرن سپريم ليډر سید مجتبیٰ خامنائی، د ایران صدر مسعود پزشکیان، او د امن دې عمل كښې د هغه ډلې ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د خبرو اترو په دې سخت پړاؤ كښې د قطر امير شېخ تميم بن حم آل ثاني ته هم په مكمل مرستې  پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د سعودي عربستان او تركيه د مشرتابه هم مننه كوم۔ وزیراعظم د چينائي صدر شي جن پنګ هم خصوصي مننه وكړه چا چې امن خبرې مخ په وړاندې بوتللو كښې د قدر وړ مرسته وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په دې تاريخي ورځ كه زه د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ذكر نه كوم نو زما وېنا به نيمګړې پاتې وي۔ هغه ووئيل د جنګ اور مړ كولو له سيد عاصم منېر شپه او ورځ يوه كړې۔ هغه په همت كولو  په پروردګار توكل وكړو او د دې په نتيجه كښې تېر شپه د جنګ بندۍ رسمي اعلان وشو۔ وزیراعظم  د نائب وزيراعظم اسحاق ډار هم مننه وكړه چا چې امن عمل سر ته رسولو كښې بشپړ كردار ترسره كرو۔ ده د وفاقي وزير محسن نقوی د خذمات هم ستائنه وكړه چا چې په دې مهال زياتې ذمه وارۍ سره مهمې چارې ترسره كړې۔ وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې صوبائي حكومتونه هم مونږ سره يو برابر اودرېدل۔ وزيراعظم د وفاقي او صوبائي مشرتابه او ټول پاكستاني اولس ته سلام وكړو او باور يۍ وركړو چې د امن لوظنامې په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكې معاشي ګټې به هر يو پاكستاني ته رسولې شي۔  وزیر اعظم د خپل خطاب خاتمه په دې شعرونو وكړه۔

’’جب اپنا قافلہ عزم و یقیں سے نکلے گا

جہاں سے چاہیں گے‘رَستہ وہیں سے نکلے گا

وطن کی مٹی‘  مجھے  ایڑیاں  رگڑنے  دے

مجھے   یقیں ہے‘ چشمہ یہیں سے نکلے گا‘‘

’’ہم نے آج جیتا ہے وہ امتحان

دنیا میں گونجتا ہے نام پاکستان

جب ہم پر کوئی حملہ کردے تو

دشمن کو دھول چٹاتے ہیں ہم

اور امن کی بات ہو تو

آگ میں پھول کھلاتے ہیں ہم ‘‘۔

مزید خبریں