اسلام آباد كښې د  شخصي اسکول په وړومبي پراؤ كښې به د سماجي ذمه وارۍ  تر مخه د  4,000  نه زياتو اسکولونو ته نه تلونكو  ماشومانو ته داخلې وركولې شي ۔’’کوم ماشوم دې وروستو پاتي نه شي  ‘ كمپائن كښې ښكاره پیشرفت راغلے

  اسلام آباد، 14 جون(اے پي پي)د  وفاقي تعلیم و پیشه وره تربیي وفاقی سیکرټري  په بصیرت لرونكې مشرتابه او  د همكاره ادارو د شريكو  هڅو  په نتیجه كښې  ’’کوم ماشوم زروستو پاتي نشي ‘‘كمپائن  تر مخه  اسلام آباد كښې د  4,000  نه زياتو سكول ته نه تلونكو (Out-of-School Children) ته په شخصي  تعلیمي ادارو كښې د کارپوریټ سماجي ذمه وارۍ  (CSR) تر مخه به   داخلې وركولې شي ۔د دې …

 

اسلام آباد، 14 جون(اے پي پي)د  وفاقي تعلیم و پیشه وره تربیي وفاقی سیکرټري  په بصیرت لرونكې مشرتابه او  د همكاره ادارو د شريكو  هڅو  په نتیجه كښې  ’’کوم ماشوم زروستو پاتي نشي ‘‘كمپائن  تر مخه  اسلام آباد كښې د  4,000  نه زياتو سكول ته نه تلونكو (Out-of-School Children) ته په شخصي  تعلیمي ادارو كښې د کارپوریټ سماجي ذمه وارۍ  (CSR) تر مخه به   داخلې وركولې شي ۔د دې مهم پیشرفت جاج ا د  پیرا (PEIRA) هیډکوارټرز كښې په تابيا شوې يوه غونډه كښې واغستلے شو د كومې مشري چې چیئرمین پیرا ډاکټر غلام علی ملّاح  كوله ۔ غونډه كښې  ډائریکټر جنرل نیشنل کمیشن فار هیومن ډویلپمنټ (NCHD)  ښاغلي علی اصغر، د جائیکا (JICA) استازي بلال عزیز اورد  پیرا سینئر چارواكو ګدون وكړو ۔د غونډې ګدون كوونكو د تعليم وفاقي سیکرټري د  کلیدي کردار ستائنې سره ووئېل  د هېواد هر ماشوم د تعلیم په دائره كښې اودرولو لپاره  قامي مشن كښې د دوي   قیادت، لارښونه  او د ادارو تر مينځه مؤثره  هم غږي ډېره مهمه ثابت شوې ده ۔ د دوي پرله پسې  سرپرستۍ  له امله داخله كمپئن  كښې تندي  راغلې او  مختلف ادارې د  قامي تعلیمي تګلاره كښې په زړه  پورې کردار ادا کوي ۔ډي جي این سي ایچ ډي  غونډه خبر كړه   چې د اسلام آباد كليوالو  یونین کونسلو كښې نزدې  80,000  كورونويو باندې  مشتمل جامع سروے  په مهال  د  5  نه تر  16 كالو عمر  24,000  نه زيات  ماشومان په ګوته شوي كوم چې د  اسکول نه بهر وو ۔ دا ماشومان په نزدې تعلیمي ادارو كښې  داخلې لپاره  فیډرل ډائریکټوریټ آف ایجوکیشن (FDE) او  پي اي آئي آر اے ته سبرلې شوي دي ۔پیرا د  100  نه زيات شخصي اسکولونه په دې كمپائن كښې شامل کړي ، څوك به چې د ستائنې وړ  جذبې تر مخه د  4,000  نه زياتو   مشاومانو ته وړيا داخله وركوي ۔ چیئرمین پیرا ډاکټر غلام علی ملّاح  نجي تعلیمی ادارو ته پېرزوئنې  وړاندې كولو سره ووئېل  هغوي دا  اقدام د ضابطه جاتی ذمه وارۍ په ځائے  د يو قامي مشن په حېث خپل كړے دے ،  كوم چې د سماجي ذمه وارۍ او د  تعلیمي مساوات ودې لپاره  د هغوي د عزم مظهر دے ۔چیئرمین پیرا  په دې قامي كمپائن  كښې د شريكو  ادارو بشمول د  NCHD، BECS، NEF، FDE، PIE، JICA او  مختلف نړيوالو غیر سرکاري تنظیمونو  (INGOs) د خدمات هم ستائنه وكړه چا چې د تعليم وزارتِ هلو ځلو ته تقويت وركړے دے ۔ده د  پیرا ډلو ته امر وكړو  چې د  داخله په  عمل كښې سهولت وركړي، د  طلبه حاضري  او  برقرار  پاتي كېدو څارنه وكړي   او  اسکولونو ته  هر ممکن معاونت وركړي ٬ دغسې چې نوو  داخلو شو ماشومانو د   تعلیم سلسله روانه پاتي شي۔ غونډه كښې په دې هم  اتفاق وكړے شو  چې داخل شو ماشومانو  ته وړيا درسي کتابونه ، اسټیشنريي او نور تعلیمي مواد وركړئ ۔

مزید خبریں