پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په حسن خېل پېښور كښې ترهګر بريد كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل د شهيدانو اهلكارو قربانۍ به قام تل ياد ساتي۔ ده ووئيل د ګران وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوونكي زمونږ اتلان دي ٬ د شهيدانو د غمجنيو …
د خيبر پښتونخوا ګورنر ترهګر بريد كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي
پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په حسن خېل پېښور كښې ترهګر بريد كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل د شهيدانو اهلكارو قربانۍ به قام تل ياد ساتي۔ ده ووئيل د ګران وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوونكي زمونږ اتلان دي ٬ د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يو۔ ده شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل ترهګر عناصر د قوم حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د امن دښمنه عناصرو ناوړه عزائم به په هر صورت ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو د مړانې او قربانيو له امله د ترهګرۍ په ضد جنګ به روان ساتلے شي۔ ده ووئيل قام د خپلو شهيدانو قربانيو ته سلام كوي۔ ترهګر ختمولو او تلپاتے امن باوري كولو له ټول قام يو موټے دے۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔











