ګلګت 07 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان نن د 07 جون 2026 ټولټاكنو په موقع د ګلګت ښار د بيلو پولنګ سټيشنو دوره وكړه او د انتخابي عمل، سکيورټي انتظامات او مجموعي ماحول جاج ئې واغست۔په دې موقع پروانشل اليکشن کمشنر عابد رضا،د ګلګت ډپټي کمشنر عارف احمد، د ګلګت اېس پي او نور فسران هم ده سره وو۔ چيف اليکشن …
د چيف اليکشن کمشنر د ګلګت بلتستان دوره ٬ د مختلف پولنګ سټيشنز او سېف سټي کنټرول سنټر په صورتحال د اطمينان څرګندونه
ګلګت 07 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان نن د 07 جون 2026 ټولټاكنو په موقع د ګلګت ښار د بيلو پولنګ سټيشنو دوره وكړه او د انتخابي عمل، سکيورټي انتظامات او مجموعي ماحول جاج ئې واغست۔په دې موقع پروانشل اليکشن کمشنر عابد رضا،د ګلګت ډپټي کمشنر عارف احمد، د ګلګت اېس پي او نور فسران هم ده سره وو۔ چيف اليکشن کمشنر د پولنګ عملے، سکيورټي اهلکارو او انتظامي افسرانو سره ملاقات وكړو او هغوي ته سې خپلي ذمه وارۍ په غير جانبدارۍ، سپیځلتیا او پيشه وره ډول د ترسره كولو سپارښتنه وكړه۔ده په پولنګ سټيشنو ووټرانو له وركړې كيدونكو آسانيو او انتظامات جاج ههم و اخست۔په دې موقع د بيلو كانديدانو د اړخه د منتخب ايجنټس سره هم ملاقات وكړو او هغوي پھ امناكه او ښه انتظامات د ګلګت بلتستان اليکشن کمشنر خصوصي مننه هم وكړه۔دې نه پس چيف اليکشن کمشنر د ګلګت سېف سټي کنټرول سنټر دوره وكړه چرته چې هغه د ښار د پولنګ سټيشنو نګراني ، سکيورټي انتظامات او انتخابي عمل لپاره شوي خصوصي اقدامات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع آئي جي پي ډاکټر ناصر اکبر خان او نور افسران هم موجود وو۔ راجه شهباز خان په مجموعي انتخابي او سکيورټي انتظامات د اطمينان څرګندوني سره د ضلعي انتظاميې، قانون نافذ کونكو ادارو او اړوندو چاروتاكو کارکردګي وستائيله۔ده اولس ته هم اپيل وكړو چې په انتخابي عمل كښې بشپړه برخه واخلي او په امناكه ډول د انتظاميې او قانون نافذ کونكو ادارو سره مرسته وكړي۔









