جي بي الیکشن ، د ګلګت 3 سیمو کښی چمتوالی ونیولی شو ،په 253 پولنګ سټيشنو امنيت لا ټینګ کړی شو

  ګلګت 06 جون (اے پي پي) ګلګت بلتستان كښې په 7 م جون کيدونكو ټولټاكنو لپاره ټولي تيارۍ بشپړی کړی شوي او په دې لړ كښې د ګلګت ضلعی په 3 حلقو په مجموعي توګه 253 پولنګ سټيشنوز باندی د امنيت سخت انتظامات شوی او 154 پولنګ سټيشنز زيات حساس او 48 حساس ګرځولې شوي دی ، دغسې ټولو پولنګ سټيشنو لپاره انتخابي مواد چې پكښې بيلټ بکس، بيلټ …

 

ګلګت 06 جون (اے پي پي) ګلګت بلتستان كښې په 7 م جون کيدونكو ټولټاكنو لپاره ټولي تيارۍ بشپړی کړی شوي او په دې لړ كښې د ګلګت ضلعی په 3 حلقو په مجموعي توګه 253 پولنګ سټيشنوز باندی د امنيت سخت انتظامات شوی او 154 پولنګ سټيشنز زيات حساس او 48 حساس ګرځولې شوي دی ، دغسې ټولو پولنګ سټيشنو لپاره انتخابي مواد چې پكښې بيلټ بکس، بيلټ پيپرز او نور سامان شامل دې ٬ لېږلې شوي دي۔ انتخابي شميرې له مخې حلقه 01 ګلګت كښې په مجموعي توګه 23 كانديدان برخه اخلي چې پكښې شفيق الرحمن، الياس صديقي، امجد حسين او د راه حق پارټۍ حمايت يافته مولانا سلطان رئيس شامل دي۔په دې حلقه كښې د د مجموعي ووټرانو شميره 47373 ده چې پكښې 25412 نارينه او 21961 ميرمني شاملي دي دې لپاره 80 پولنګ سټيشني جوړي شوي چې پكښې 49 زياتي حساس او 31 حساس پولنګ سټيشني دي دغسې انتخابي عمل لپاره 1300 پولنګ عمله او 550 انتهائي عمله مقرر کړې شوي۔بل پلو حلقه 02 ګلګت كښې د كانديدانو مجموعي شميره 40 ده چرته چې 55849 ووټران دي چې پكښې 29839 نارينه او 26010 ميرمني شاملي دي او دلته مجموعي 91 پولنګ اسټيشني جوړي شوي چې پكښې په زياتو حساس او حساس پولنګ سټيشنو امنيت ټيګ كړې شوے۔دغسې حلقه 3 ګلګت كښې تر ټولوز يات يعني 122 كانديدان ټاكنو كښې برخه اخلي چرته چې رجسټرډ ووټرانو شميره 52161 ده چې پكښې 27351 نارينه او 24810 ميرمني ووټراني شاملي دي او په دې حلقه كښې په مجموعي توګه 82 پولنګ سټيشنو كښې 16 زياتي حساس او 16 حساس ګرځولې شوي۔

مزید خبریں