پیښور 03 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د چيف منسټر ماډل سكولز جوړولو په اړه غونډه وشوه۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلٰی ته د چيف منسټر ماډل سكولز موجوزه پروژې او ابتدائي خدوخال په اړه بريفنګ وركړے شو ۔بريفنګ كښې ووئېل شول د راتلونكې مالي كال په مهال به د صوبې ټولو ضلعو كښې د د انجونو او هلكانو لپاره …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په مشرۍ كښې غونډه٬ د چيف منسټر ماډل سكولز جوړولو لپاره د قانوني فريم ورك تر سره كولو امر

مزید خبریں
پیښور 03 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د چيف منسټر ماډل سكولز جوړولو په اړه غونډه وشوه۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلٰی ته د چيف منسټر ماډل سكولز موجوزه پروژې او ابتدائي خدوخال په اړه بريفنګ وركړے شو ۔بريفنګ كښې ووئېل شول د راتلونكې مالي كال په مهال به د صوبې ټولو ضلعو كښې د د انجونو او هلكانو لپاره په مجموعي توګه 72 چيف منسټر ماډل سكولز جوړولې شي۔د چيف منسټر ماډل سكولز جوړولو لپاره د 9.5 ارب روپو د مصرف اندازه لګولې شوې ده ۔بريفنګ له مخې چيف منسټر ماډل سكولز لپاره جلا قانون او قواعد او ضوابط مرتب كولې شي او د سكولونو انتظامي چارو لپاره به سينټر لائزډ بورډ آف ګورنرز جوړولې شي۔په غونډه كښې وزيراعلٰی د چيف منسټر ماډل سكوز جوړولو لپاره د قانوني فريم ورك جوړولو عمل په سمدستي توګه د پېل كولو هدايت وكړو ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئيل چيف منسټر ماډل سكولز جوړول به زمونږ د حكومت تعليمي اصلاحاتي ايجنډا كښې سنګ ميل ثابت شي۔ده ووئيل چيف منسټر ماډل سكولز كښې به جديد تدريسي نظام٬تربيه لرونكې استاذان او د عالمي معيار آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل معياري تعليم د هر ماشوم بنيادي حق دے٬چيف منسټر ماډل سكوز كښې به زده كوونكو ته جديد تعليمي آسانۍ ترلاسه وي۔ده ووئيل د صوبې تعليمي نظام ښه كول او معيار ته حكومت ورومبې پام لرنه كوي ۔ده ووئيل په تعليم سرمايه كاري په اصل كښې د صوبې په روښانه سباؤن او په بشري پرمختګ سرمايه كاري ده








