د چين او پاکستان دوستي ځانګړے مثال  دے ٬  د  وخت  هر ازمېښت ئې تر سره كړے٬ په شريكو هڅو به د پرمختګ لاره سر كوٶ۔ د وزيراعظم شهباز شريف  د پاك چين د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې دستورې ته وېنا

  اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين د پاکستان د باور وړ دوست ګرځولو سره وئيلي دي   په نړۍ كښې د چين او پاکستان دوستي ځانګړے مثال دے او د  وخت هر ازمېښت ئې پوره كړے، د چين اقتصادي او پوځي قوت نړۍ لپاره مثال دے، سي پېك 2.0 كښې  كر كېلې، آئي ټي، مصنوعي زېركتيا ، کان کني او معدنيات ته پام لرنه …

 

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين د پاکستان د باور وړ دوست ګرځولو سره وئيلي دي   په نړۍ كښې د چين او پاکستان دوستي ځانګړے مثال دے او د  وخت هر ازمېښت ئې پوره كړے، د چين اقتصادي او پوځي قوت نړۍ لپاره مثال دے، سي پېك 2.0 كښې  كر كېلې، آئي ټي، مصنوعي زېركتيا ، کان کني او معدنيات ته پام لرنه كېږي ، په شريكو هڅو به د پرمختګ لاره سر كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د چين او پاكستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع صدر مملکت آصف علي زرداري، نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز صادق ، وفاقي وزيران، پارلماني غړي او پاکستان كښې د چين سفير نه علاوه د چين نيشنل پيپلز کانګريس د سټينډنګ کميټۍ وائس چيئرمين هم موجود وٶ۔ وزيراعظم دستورې ته د وېنا په مهال ووئيل د چين  وروڼو په دستوره كښې ګډون د خوشحالۍ خبره ده٬ ده د سفارتي اړيكو په 75مه سالګرې صدر شي چن پنګ، وزيراعظم لي او د چين قيادت له مباركي وركړه۔ وزيراعظم ورياد كړل چې پاکستان تر ټٶلو وړومبے اسلامي هېواد ؤ او د نړۍ په وړومبو هېوادونو كښې شامل ٶ چا چې چين تسليم كړے ؤ ،  75 كاله اګاهو زمونږ مشرانو د دې اړيكو بنياد اېښودے ؤ ٬ د دې نه پس مونږ مسلسل دا دوستي وړاندې بوتللې ٬  وزيراعظم ووئيل  د چين او پاکستان دوستي ځانګړے مثال دے او د  وخت هر ازمېښت ئې پوره كړے دے، زلزلې او د سيلاب پشمول په هره سخته كښې چين پاكستان سره لكه د غر ولاړ دے ٬ كه هر افت وي چين زمونږ بې مثاله ملګرتيا كړې ده ۔ وزيراعظم  ووئيل پاکستان ته دا اعزاز هم ترلاسه دے چې د شپېتو په لسيزه كښې چې كوم وړومبے پرواز په بېجنګ ايئر پورټ كوز شوے ؤ ھغه د پاكستان ٶ، مونږ د هنري کسنجر د دورې بندوبست کړے، پاکستان تل د ون چائنه پاليسۍ ملاتړ كړے او كوي به۔ وزيراعظم ووئيل د وخت تېرېدو سره د دواړو هېوادونو دوستي زياته مضبوطه شوې، په مشترکه مقاصد او سوچ  دواړه هېوادونو يو بل ته ډېر نزدې شوي ، د مرستې په نتيجه كښې به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې په منطقه كښې هم امن او پرمختګ راشي۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك د صدر شي چن پنګ د بيلټ اينډ روډ وژن عملي څرګندونه ده، سي پېك د پاکستان معيشت او روزګار لپاره مهم دے۔ ده ووئېل د چين صدر د سفارت کارۍ د لارې او به خبرو د شخړو په هواري باور لري۔ ده ووئيل د منطقې په موجوده صورتحال كښې پاکستان امن لپاره مهم كردار لوبولے دے٬ نورو هېوادونو سره چين هم د پاكستان د هلو ځلو بشپړهملاتړ كړے ٬ د كومې سياسي ګټې نه غېر زمونږ يو بل سره ملاتړ اوږد تاريخ لري، ده ووئېل پاک- چين دوستي د سمندر نه ژوره٬ د هماليه نه لوړه او د شاتو نه خوږه ده۔ دوزيراعظم ووئيل پاکستان كښې د پاور پلانټس ډيمز كوم چې زمونږ د انرژۍ ذريغه ده كښې هم چين لوي كردار لري۔ د صدر شي چن پنګ په قيادت  كښې چين 80 كروړه اولس د غربت نه بهر كړے ٬ نن د چين اقتصادي او پوځي قوت نړۍ لپاره مثال دے ۔ ده ووئيل  د زراعت  په جدت كښې چين د پاكستان مرسته كوي٬ يو زر پاكستانو ګرېجوېټس په چين كښې جديد تربيه بشپړه كړې۔ وزيراعظم  ووئيل د پاكستان د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمله ده ٬ دا يو چېلنج هم دے او موقع هم٬ د چين په مرسته دا په موقعو  بدلولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده د صدر آصف علي زرداري د چين د اوسنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل زه او ھغوي د پاك چين دوستۍ جذبه لرونكي مرستياله يو، د پاکستان 24 كړوړه اولس چين خپل د باور وړ دوست ګڼي٬ ده ووئيل د صدر زرداري  په څېر زما دوره به هم چين سره اړيكو ته لا وده وركړي، د دورې په مهال به د چين مشرانو سره ملاقاتونه كېږي٬ د ترهګرۍ په ضد مرسته به مضبوطٶو او امنيتي اقدامات به ښه كوٶ۔ ده هيله څرګنده كړه چې د چين صدر شي جن پنګ به ډېر زره د پاكستان دوره وكړي

مزید خبریں