اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين قومي اولسي كانګريس قائمه كمېټۍ نائب چيئرمېن سائي دا فينګ سره د ملاقات په مهال د چين سره د پاكستان تزويراتي شراكتدارۍ د لا مستحكمولو د غېر متزلزل عزم پخلے كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د چين پلاوي هركلي كولو سره د صدر شي جن پنګ٬وزيراعظم لي چيانګ او د …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين د قومي اولسي كانګريس قائمه كمېټۍ نائب چيئرمېن سائي دا فينګ ملاقات٬تزويراتي شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين قومي اولسي كانګريس قائمه كمېټۍ نائب چيئرمېن سائي دا فينګ سره د ملاقات په مهال د چين سره د پاكستان تزويراتي شراكتدارۍ د لا مستحكمولو د غېر متزلزل عزم پخلے كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د چين پلاوي هركلي كولو سره د صدر شي جن پنګ٬وزيراعظم لي چيانګ او د چين اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاكستان او چين وروڼه او د هر موسم تزويراتي مرستې اډانه شراكتدار دي۔ده ووئيل چين سره ملګرتيا د پاكستان خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده او دې ته سياسي٬اداره جاتي او په سماجي كچه د پراخه قامي ملاتړ ترلاسه دے۔صدر مملكت ووئيل پاكستان د صدر شي جنګ پنګ د “انسانيت شريك او د سباون “وژن او دې سره د تړلو اقداماتو كومو كښې چې بيلټ اينډ روډ پروژه٬نړيوال پرمختيائي اقدام٬د نړيوالې سلامتيا اقدام او نړيوال نظم و نسق له اقدامات شامل بشپړ ملاتړ كوي۔ده د 25 اپريل نه تر وړومبي مئي 2026 د خپلې اوسنۍ چين دورې حواله وركولو سره ووئېل پاكستان د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ روابط او اداره جاتي مرستې ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل ما پخپلو دواړو صدارتي دورونو كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره په ذاتي توګه فعاله كردار ادا كړے دے۔په ملاقات كښې د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔صدر مملكت په دې موقع دوه اړخيزه اړيكې يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره ووئېل د پاكستان پارليمان په دې مناسبت سره يادګاري قراردادونه هم منظور كړې دي۔صدر مملكت چين ته په “دوو غونډو”كاميابولو او په 15مه پنځه كلنه منصوبې منظورۍ هم مباركي وركړه ۔ده د توان٬كركيلې٬صنعت٬ټېكنالوجۍ٬معدنيات او بحري وسائلو پشمول بيلو څانګو كښې پاكستان كښې د زياتېدونكې د چين سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔صدر ممكلت د چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)اهميت رامخې ته كولو سره ووئېل سي پېك د پاكستان اقتصادي بدلون او بنيادي ډهانچې پرمختګ كښې كردار ادا كړے دے۔ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې په سي پېك فيز ټو د يوې منظمې عملي پروژې له مخې عملدرآمد روان دے چې بكښې خاص اقتصادي زونز د لارې صنعتي پرمختګ٬ د ماحول دوسته توان پروژې٬زرعي جديد كاري ٬روزګار او د معاش ښه اقدامات او ښه رابطه كارۍ ته په تندۍ سره پام لرنه كيږي۔سائي دا فينګ د صدر شي جن پنګ لخوا صدر آصف علي زرداري لپاره د نيكو هيلو پېغام ورسولو او د پاكستان او چين ملګرتيا لا زياتولو لپاره يې د صدر مملكت او د هغه كورنۍ اوږد مهاله ملاتړ وستائېلو۔هغه ووئيل د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې دستورې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تل پاتي ملګرتيا تر نوې نسل منتقل كولو كښې مرستيالې وګرځي ۔هغه د دې باور څرګندونه وكړه چې د صدر شي جن پنګ او صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې به دوه اړخيزه اړيكې بلا قوي شي۔په دې موقع په سيمه ايز او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬سينيټر شيري رحمان٬سينيټر سليم مانډوي والا٬د قامي اسمبلۍ غړي نويد قمر او د قامي اسمبلۍ غړې او د پاكستان چين پارليماني ملګرتيا ګروپ كنوينر رومينه خورشيد عالم هم ګډون كولو۔د چين په پلاوي كښې په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائي ډونګ٬د قومي اولسي كانګرېس قائمه كمېټۍ نائب سېكرټري جنرل ژانګ شن من٬قومي اولسي كانګريس خارجه چارو كمېټۍ نائب چيئرپرسن وانګ كے٬د قومي اولسي كانګرېس مالياتي و اقتصادي چرو كمېټۍ غړې سائي جے منګ٬د خارجه وزارت سفير يوے شياو يونګ او د خارجه چارو لپاره د قومي اولسي كانګرېس قائمه كمېټۍ دفترنائب ډائرېكټر جنرل شين ژے اي شامل وو۔










