اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي)د آئي ایس پي آر تر سېوري لاندې د نیشنل سکیورټي اینډ سټریټجک لیډرشپ ورکشاپ 2026 په زړه پورې تابيا وشوه ۔ورکشاپ كښې د پاکستان د 200 نه د زياتو پوهنتونونو وائس چانسلرز ،ډین،رجسټرارز او سینئر استاذانو ګدون وكړو ۔ تفصیلات تر مخه وائس چانسلر الغزالي یونیورسټي مفتي عبد الرحیم د ورکشاپ ګدون كوونكو سره خاص نشست وكړو ۔خاص ناسته كښې د قرآن وحدیث په رڼا …
د آئي ایس پي آر تر سېوري لاندې د نیشنل سکیورټي اینډ سټریټجک لیډرشپ ورکشاپ ، د 200 نه د زياتو پوهنتونونو وائس چانسلرز ،ډین،رجسټرارز او د سینئر استاذانو ګدون

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي)د آئي ایس پي آر تر سېوري لاندې د نیشنل سکیورټي اینډ سټریټجک لیډرشپ ورکشاپ 2026 په زړه پورې تابيا وشوه ۔ورکشاپ كښې د پاکستان د 200 نه د زياتو پوهنتونونو وائس چانسلرز ،ډین،رجسټرارز او سینئر استاذانو ګدون وكړو ۔ تفصیلات تر مخه وائس چانسلر الغزالي یونیورسټي مفتي عبد الرحیم د ورکشاپ ګدون كوونكو سره خاص نشست وكړو ۔خاص ناسته كښې د قرآن وحدیث په رڼا كښې روشنی په مهمو قامي وسماجي چارو تفصیلي خبرې وكړې ۔ خاص ناسته كښې د ریاست سره محبت، وفادارۍ او د راز دارۍ په اهمیت زور راوړلے شو ۔وائس چانسلر الغزالی یونیورسټي مفتي عبد الرحیم ووئېل اسلام د ریاست جورېدو نه بس كومې ډلې یا فرقې ته د وسلې راغستو اجازه نه وركوي ، د 9او 10 مئي د عظیمې فتح نه بس نړغ كښې د پاکستان عسکری قوت اعتراف كېږي ۔هغه ووئېل د فیلډ مارشل سیدعاصم منیر په مشرۍ كښې پاکستان غیرمعمولي کامیابۍ تر لاسه كړي دي او نړۍ نن پاكستان ته لا دېر اهميت وركوي










