پاکستان او چين به د نړيوال او سيمه ايز امن و استحکام، پرمختګ او د ګڼ اړخيزه نظام ملاتړ دوامداره ساتي۔ د صدر  آصف علي زرداري د پاك  چين سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې دستورې ته وېنا

    اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان لخوا د چين د "ون چائنه پاليسۍ" ملاتړ روانه ساتلو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي  پاکستان د خپلواكۍ٬ د سيمه ايزې سلامتيا او معاشرتي پرمختګ په حواله د چين پرله پسې ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري، چين تل د کشمير په مسئله د پاکستان د اصولي او منصفانه موقف ملاتړ …

 

 

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان لخوا د چين د “ون چائنه پاليسۍ” ملاتړ روانه ساتلو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي  پاکستان د خپلواكۍ٬ د سيمه ايزې سلامتيا او معاشرتي پرمختګ په حواله د چين پرله پسې ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري، چين تل د کشمير په مسئله د پاکستان د اصولي او منصفانه موقف ملاتړ كړے دے، پاکستان او چين به د نړيوال او سيمه ايز امن و استحکام، پرمختګ او د ګڼ اړخيزه نظام ملاتړ دوامداره ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په لړ كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيرِاعظم سينيټر محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز صادق، د چين د نيشنل پيپلز کانګريس سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن، وفاقي وزيرانو، پارلماني غړو، د چين سفير جيانګ زيډونګ پشمول اعليٰ سفيرانو او نورو اهمو شخصياتو ګډون كولو٬ په دستوره كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې او مثالي دوستۍ ته په بشپړه ډول پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ صدر مملکت آصف علي زرداري دستورې ته خپلې وېنا كښې د حکومت او اولس لخوا د چين قيادت او اولس او په خاص توګه د چين صدر شي جن پنګ ته د سفارتي اړيكو په 75 كالو بشپړېدو د زړه د كومي مباركي وركړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنجه تجارت، سرمايه کاري، بنيادي ډھانچه، ټيکنالوجي، دفاع او د اولسي روابطو پشمول بېلو څانګو كښې مرسته مسلسل وده مومي۔ صدر مملکت د پاکستان او چين د سفارتي اړيكو د 75مې ساګلرې د دستورو په تابيا او د مشتركه دستورې د ګډون كوونكو مننې سره ووئيل  د دې دستورې تابيا د پاك-چين دوستۍ عکاس ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو په شريك احترام اډانه چې كوم سفر پېل شوے كوم چې دوستۍ سره سره دوه اړخيزه ستراتيژكي مرستې او په پارټنرشپ ولاړ دے، پاکستان او چين د يو بل د بنيادي مفاداتو خيال ساتي۔ صدرِ مملکت د نائب چيئرمين کائي ډافينګ او د چين د پلاوي تود هركلي كولو سره ووئيل  ستاسو دلته موجودګي دې تاريخي موقعې ته غېر معمولي اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ د مضبوطيا بشپړه عكاسي كوي۔ ده ووئيل  75 كاله اګاهو دواړو قامونو په شريك احترام او مشتركه خواهشات اډانه يو سفر پېل كړے ٶ كوم چې نن په يو ځانګړې ګڼ موسمي ستراتېژك کوآپريټو پارټنرشپ كښې كالب شوے دے۔ ده ووئيل په دې سنګ ميل مونږ دې په زړه پورې تاريخ ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ په كوم كښې چې پاکستان او چين په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې او د يو بل د بنيادي مفادات يې په بشپړه يووالي تحفظ كړے۔ ده ووئيل نن زمونږ مرسته تجارت، سرمايه کارۍ، د بنيادي ډھانچۍ پرمختګ، دفاع، سائنس و ټيکنالوجي، زراعت، تعليم، كلتور او د اولسي روابطو پشمول په يو شمېر څانګو محيط ده٬ صدر مملكت ووئيل  چين سره دوستي د پاکستان د خارجه پاليسي بنيادي ستن ده چې ورته په پاکستان كښې اولسي ، سياسي او په اداره جاتي كچه بشپړه ملاتړ ترلاسه دے، د دې له امله دا تعلق نسل در نسل او د بېلو حكومتونو په باوجود تسلسل سره مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل پاکستان او چين په نړيوال امن او د پرمختګ په وده كښې كټور كردار په خاص توګه ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټو، ګلوبل سيکيورټي انيشيټو، ګلوبل سويلائزيشن انيشيټو او ګلوبل ګورننس انيشيټو په څېر اقدامات ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل د خپل تېر صدارت په مهال ما د چين 14 دورې كړې وې دغسې چې د چين په ترقۍ او په پېشرفت په ښه توګه پوهه شم كوم چې وروستو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) بنياد جوړ شو۔ ده ووئيل سي پېك په شريكو مفادو اډانه د مرستې يوه سنګ ميل منصوبه ده او د  رابطې، خوشحالۍ او د جامع پرمختګ لپاره زمونږ د مشتركه وژن روښانه مثال دے ۔ ده ووئيل پاکستان او چين به د نړيوال او سيمه ايز امن و استحکام، پرمختګ او د ګڼ اړخيزه نظام ملاتړ دوامدار ساتلے، دواړهېوادونه د ملګرو ملتونو د منشور او مقاصدو پابند دي او د نړيوال چېلنجز مخنيوي لپاره مکالمې، مرستې اور د شريك احترام وکالت كوي۔ ده ووئيل په دې تاريخي موقع راځۍ چې مونږ د دې عزم تجديد وكړو چې مونږ به دا “آهني دوستي” د  د راتلونكې پېړۍ ګټې لپاره نورو لوړو كچو ته رسوٶ۔ صدرِ مملکت آصف علي زرداري يو ځل بيا د پاکستان او چين حکومتونو او اولس ته د سفارتي اړتكو په 75مه  سالګره د زړه د كومي مباركي وركولو سره ووئيل  زه دواړو هېوادونو لپاره د امن، ترقۍ او خوشحالي دعا كوم۔ په دې موقع د چين د نيشنل پيپلز کانګريس د سټينډنګ کميټۍ وائس چيئرمين کائي ډي فينګ هم دستورې ته وېنا وكړه۔ د دستورې په مهال د خاص عكسونو نندارتون كښې د پاكستان او چين په لسيزو اډاڼه د دوستۍ٬ يووالي او د مشتركه كاميابو د يادګار عسكونه  وړاندې كړے شول كومو چې د دواړٶ هېوادونو په ژورو اړيكو رڼا واچوله۔ د دې نه وړاندې د دستورې په پېل كښې د پاكستان او چين قامي سرودونه وغږول شول٬ صدر مملكت په دې موقع د يو خاص ډاك ټكټ مخ كتنه هم وكړه٬ د دستورې په مهال صدر مملکت د وزيراعظم، د چين د ګرانو مېلمنو او چين سفير سره په ګډه كېك هم پرې كړو۔ په دې موقع پاكستان او چين سره تعلق لرونكو ماشومانو رنګا رنګ شو وړاندې كړه۔

مزید خبریں