اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د آغا خان كورنۍ د خېرښګرې، تعليمي او پرمختيائي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره په متفقه توګه يو قرارداد منظور كړے شو او د پرنس رحيم آغا خان پينځم د پاكستان دورې هم هركلے وكړے شو ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په عونډه كښې د ټولو سياسي ګوندونو لخوا قرارداد سينيټر سليم مانډوي والا وړاندې كړو٬ …
په سېنېټ كښې د آغا خان كورنۍ خدمات ته د پېرزوئنو قرارداد منظور كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د آغا خان كورنۍ د خېرښګرې، تعليمي او پرمختيائي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره په متفقه توګه يو قرارداد منظور كړے شو او د پرنس رحيم آغا خان پينځم د پاكستان دورې هم هركلے وكړے شو ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په عونډه كښې د ټولو سياسي ګوندونو لخوا قرارداد سينيټر سليم مانډوي والا وړاندې كړو٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي د آغا خان كورنۍ د پاكستان سره تاريخي روښاني٬ انساني او پرمختيائي تعلق دے او دې كورنۍ تعليم، صحت، كليوال پرمختګ، كلتور، امن، برداشت او د بين المذاهب همغږۍ په وده كښې ځانګړے كردار لوبولے دے۔ د قرارداد متن له مخې آغا خان ډويلپمنټ نيټ ورك روغتونونه، پوهنتونونه ، تعليمي ادارو، كليوال معاونتي پروګرامز او د خېرښګړې منصوبې د كوم امتياز نه غېر د لكهونو په شمېر خلقو په ژوند كښې مثبت بدلون پېدا كوي٬ دغسې غونډه د اسماعيلي ورورولي سولئيزه ، قانون خوښې او محنتي ګرځولو سره معاشي ترقۍ، تعليم او د انسانيت په خدمت كښې د دوي د كردار هم ستائنه كوي٬ سينيټ دا هيله څرګندوي چې پرنس رحيم آغا خان د پاكستان دوره به امن، وحدت، دوستۍ او د بين المذاهب همغږۍ په وده كښې لا مرستياله ثابت شي










