وفاقي وزير محسن نقوي د پاک چين سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د دواړو هېوادونو مشرتابه او اولس له مباركي وركړه

  اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاک چين سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د دواړو هېوادونو مشرتابه او اولس له مباركي وركړې او د چين صدر شي جن پنګ، کيمونسټ پارټي آف چائنا او اولس لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ محسن نقوي خپل خاص پېغام …

 

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاک چين سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د دواړو هېوادونو مشرتابه او اولس له مباركي وركړې او د چين صدر شي جن پنګ، کيمونسټ پارټي آف چائنا او اولس لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ محسن نقوي خپل خاص پېغام كښې ووئيل  د پاكستان او چين دوستۍ 75 كاله د بې مثال باور، لازواله مينې   او د مخلصانه مرستې داستان دے، د 75 كالو بې مثاله ملګرتيا تاريخ ساز سنګ ميل دے٬ چين د پاكستان باوري او په هر ازمېښت ستراتېژك پارټنر دے٬ ده ووئېل په نړيواله منظر نامه كښې بدلون راغلے خو د پاك چين فولادي عزم او لازواله دوستۍ كښې بدلون نه دے راغلے٬ دفاعي مرستې نه تر اقتصادي شراکت دارۍ پاك چين اړيكې په منطقه كښې د استحكام او پرمختګ روښانه مثال جوړ شوے٬ سي پېك د دواړو هېوادونو ترمېنځه معاشي مرستې او د تل پاتې پرمختګ ښكاره ثبوت دے۔ داخله وزير ووئيل په منطقه كښې امن، خوشحالۍ او استحکام لپاره د پاکستان او چين موقف تل يو ډول وي،۔ دا دوستي هر راتلونكې ورځ سره لا زياته مضبوطه ، تل پاتې او لوړې كچې ته رسي٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو تاريخي او مثالي دوستۍ كښې به د خنډ رامخې ته كولو يو سازش كاميابېدو له ورنه كړو۔

مزید خبریں