اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي)د ریلوے وفاي وزير محمد حنیف عباسي د پاکستان او چین سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع د دواړو هېوادونو قیادت او اولس ته د زړه د كومي مبارکي وركولو سره وئېلي دي پاک چین دوستي په شريك باور، خلوص او په هر آزمېښت د كره ختلو مثال دے ۔خپل د مباركۍ پیغام كښې ده ووئېل د پاکستان او چین تر مينځه اړېكې نه يوازې …
پاک چین اړېكې منطقه كښې امن، استحکام او د ترقۍ وده كښې کلیدي کردار ادا کوي ، د رېلور وفاقي وزیر

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي)د ریلوے وفاي وزير محمد حنیف عباسي د پاکستان او چین سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع د دواړو هېوادونو قیادت او اولس ته د زړه د كومي مبارکي وركولو سره وئېلي دي پاک چین دوستي په شريك باور، خلوص او په هر آزمېښت د كره ختلو مثال دے ۔خپل د مباركۍ پیغام كښې ده ووئېل د پاکستان او چین تر مينځه اړېكې نه يوازې تر سفارتي روابط محدود نه دي بلکہېدا په اولسي مينه ، باور او په زړه شراکت دارۍ اډاڼه دي ۔ ده ووئېل چین عمر له د پاکستان د خودمختارۍ، استحکام او قامي ترقۍ كښې د قدر وړ کردار ادا کړے دے ۔وفاقي وزیر ووئېل د شي جن پنګ په قیادت كښې چین ترقۍ ، جدیدیت او معاشی استحکام کښې څرګندې کامیابۍ تر لاسه كړي دي ٬ دغسې نړيوال امن، ترقۍ او تل پاتي خوشحالۍ لپاره د چین هڅې نړغ لپاره مثال لري ۔محمد حنیف عباسي ووئېل د چین پاکستان اقتصادي راهداري پاکستان كښې د معاشي هلو ځلو ، صنعتي ترقۍ او د جدید انفراسټرکچر مهمه زريعه ګرځېدلې ده ۔ده ووئېل د پاکستان چین په همكارۍ تجارت، سرمایه کارۍ او د اقتصادی روابط نوې موقعې راپیدا كېږي ۔










