اسلام آباد۔21مئی(اے پي پي ) د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د پاكستن او بنګله ديش ترمينځه تعليمي مرسته منطقه كښې د علمي روابط يو نوے مثال ګرځولو سره وئېلي دي د دواړو هېوادونو اړيكو ته په ودې وركولو كښې اولسي او تعليمي روابط كليدي كردار ادا كوي۔ د بنګله ديشي پلاوي په درناوي كښې راجوړې كړې دستورې ته د خطاب په مهال دې پلاوي …
د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه اړيكو ته ودې وركولو كښې اولسي او تعليمي روابط كليدي كردار ادا كوي۔د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی(اے پي پي ) د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د پاكستن او بنګله ديش ترمينځه تعليمي مرسته منطقه كښې د علمي روابط يو نوے مثال ګرځولو سره وئېلي دي د دواړو هېوادونو اړيكو ته په ودې وركولو كښې اولسي او تعليمي روابط كليدي كردار ادا كوي۔ د بنګله ديشي پلاوي په درناوي كښې راجوړې كړې دستورې ته د خطاب په مهال دې پلاوي ته پاكستان ته په راتګ هركلے اووې او د دې عزم څرګندونه يې وكړه چې د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه تعليمي مرستې به لا نوو بامونه ته ورسولې شي۔ده ووئيل “پاكستان بنګله ديش نالج كوريډور د “دواړو هېوادونو ترمينځه د علمي٬تحقيقي او كلتوري روابط قوي كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔وزير مملكت ووئيل يوازې په 6 مياشتو كښې د پاكستان او بنګله ديش تعليمي اړيكو كښې غېر معمولي پېشرفت تر نظره شوے ۔دې ووئيل د بنګله ديش په څلورو بيلو هيوادونو كښې پاكستانو پوهنتونونو او د لوړو زده كړو ايكسپو به زړه پورې ډاډګيرنه ترلاسه شوې او راتلونكې د لوړو زده كړو ايكسپو كښې به د پاكستان 20 پوهنتونونه ګډون كوي۔دې ووئيل د پاكستانو پوهنتونونو لخوا وړاندې كړې 500 بشپړ سكالرشپس لپاره 1400 څخه زيات بنګله ديشي زده كوونكو درخواستونه جمع كړې دي او 74 بنګله ديشي زده كوونكي پاكستان ته د رارسېدو سره بيلو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔وجيهه قمر ووئئېل د بنګله ديش سينئر سول سرونټس دا مهال لاهور كښې د ايګزيكټو ليډر شپ ټريننګ پروګرام بشپړوي كوم به چې د دواړو هېوادونو اداره جاتي اړيكې لا مستحكمولو كښې مرستياله ثابت شي










