اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ته د كامن ويلتھ اينډ انويسټمنټ كونسل(سي ډپليو اي آئي سي)چيئرمېن لخوا د ستائنې چيټۍ تر لاسه شوې ده چې پكښې په لندن سمټ كښې د هغه موثر ګدون او د پاكستان مثبت نمائندګي ستائېلې شوې ده۔ د سرمايه كارۍ بورډ لخوا جاري بيان له مخې سي ډپليو اي آئي سي د پاكستان حكومت ته د اسټرټيجك …
لندن سمټ كښې د پاكستان موثر نمائندګي٬قيصر احمد شيخ ته په ڼړيواله كچه پيرزوئنې وړاندې كړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ته د كامن ويلتھ اينډ انويسټمنټ كونسل(سي ډپليو اي آئي سي)چيئرمېن لخوا د ستائنې چيټۍ تر لاسه شوې ده چې پكښې په لندن سمټ كښې د هغه موثر ګدون او د پاكستان مثبت نمائندګي ستائېلې شوې ده۔ د سرمايه كارۍ بورډ لخوا جاري بيان له مخې سي ډپليو اي آئي سي د پاكستان حكومت ته د اسټرټيجك پارټنر جوړېدو رسمي بلنې وركولو سره د پاكستان سره كامن ويلتھ هېوادونو په كچه تجارتي او د سرمايه كارۍ مرستې زياتولو له د خوښۍ څرګندونه كړې ده۔خط كښې په پاكستان كښې د سي ډبليو اي آئي سي حب آفس جوړېدو تجويز هم وركړے شوے او په پاكستان كښې د كامن ويلتھ انويسټمنټ سمټ د تابيا وړاندېز هم رامخې ته شوے ۔د ستائنې چيټۍ كښې د پاكستان معيشت٬سرمايه كارۍ موقعې او بيلې كليدي څانګې په نړيواله كچه ستائېلو سره وئېلي شوي چې پاكستان په منطقه كښې د تجارت او سرمايه كارۍ لپاره د يو مهم مركز په توګه رامخې ته كيږي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سرمايه كارۍ ودې٬كاروباري ماحول كښې ښه والې او د نړيوالو شراكتدارو جوړېدو لپاره موثر اقدامات روان دي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې بورډ آف انويسټمنټ به د سرمايه كارۍ٬برآمدات او اقتصادي پرمختګ ودې لپاره هر ممكن كردار ادا كوي










