خرم شهزاد مکه مکرمه ۔21مئی (اے پي پي) د پاکستان نه د سرکاري سکیم تر مخه د حج کوو نكو سعودي عرب ته د راتګ لپاره آپریشن وروستي مراحل ته داخل شوے دے ۔ تر اوسه د 'روټ ټو مکه ' او نورو پروازونو د لارې 1 لاکھ 14 زره 78 عازمین (96 فیصد) حجازِ مقدس ته رسېدلې دي۔د زيارت په ورځ جمعرات د 10 نورو پروازونو د لارې د …
حج آپریشن وروستي مراحل ته داخل شو،د نورو 10 پروازونو راتګ سره به د پاکستان فلائټ آپریشن مکمل شي

مزید خبریں
خرم شهزاد
مکه مکرمه ۔21مئی (اے پي پي) د پاکستان نه د سرکاري سکیم تر مخه د حج کوو نكو سعودي عرب ته د راتګ لپاره آپریشن وروستي مراحل ته داخل شوے دے ۔ تر اوسه د ‘روټ ټو مکه ‘ او نورو پروازونو د لارې 1 لاکھ 14 زره 78 عازمین (96 فیصد) حجازِ مقدس ته رسېدلې دي۔د زيارت په ورځ جمعرات د 10 نورو پروازونو د لارې د پاتي 4 فیصده (4,756 عازمین) راتګ سره به د پاکستان نه د مکه مکرمه لپاره فلائټ آپریشن مکمل شي ۔ مدینه منورې ته د راتلونكې عازمینِ به هم مکه مکرمه ته منتقل کولې شي او دا وخت 114078 عازمین مکه مکرمې كښې موجود دي ۔د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ تر مخه د حجاج کرام اسانيو لپاره سعودي عرب كښې 1,520 سرکاري ویلفیئر افسران و عمله او 947 مقامي خادمان څلورېشت ساعته فرائض تر سره كوي ۔د عازمینو تګ راتګ لپاره مکه مکرمه كښې 490 بسونه متحرک دي ۔ د پاکستان حج مشن تر مخه تر اوسه 23,823 عازمین د حرم شریف لارو لپاره ګائیډ كرې شوي ، دغسې 42,858 عازمینِ مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه د زیارت شرف تر لاسه كړے دے د مذهبي چارو وزارتِ تر مخه د طبي خېر یښګړې لپاره مکه او مدینه په مشن کلینکس كښې تر اوسه د 86,924 رنځورانو ته د او پي ډي طبي سهولیات وركړې شوي دي








